د سې شنبې په ورځ د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د یوې چاودنې په پایله کې د دغه ولایت والي ارسلا جمال ووژل شو.
ویل کیږي چې په دغه پیښه کې پنځلس کسان نور ټپیان شوې دي. د لوګر امنیه قومندان، عبدالصبور نصرتي وايي، چې دغه پیښه نن سهار مهال د دغه ولایت په مرکز کې په یوه جومات کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
ریپوټونه وايي، د پیښې ټپیان د درملنې په موخه په سیمه کې نږدې روغتون ته لیږدول شوې دي.
چارواکي ویره څرګندوي، چې جومات کې د چاودنې پر مهال د ډېرو خلکو شتون له کبله د مړو او ژوبلو کسانو شمېر ډېرېدو وېره ده. د لوګر ولایت وژل شوی والي ارسلا جمال د پکتیکا ولایت د یوسف خیلو ولسوالۍ په برات خیلو کلي کې په ۱۳۴۴ کال کې وزېږېد.
ده لومړنۍ زده کړې د افغانستان پلازمېنې کابل په حبیبیه لیسه کې وکړې او وروسته یې تر ۱۲ ټولګي پورې د پېښور په سید جمال الدین افغان لېسه کې منځنۍ زده کړې وکړې.
تراوسه پورې کومې ډلې د دې پیښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.