ټاکنې، هغه ویی چې هر هیوادوال یې له اوریدو سره عادت کړی دی خو د دې بهیر اوږدیدل هغه څه دي چې خلک د ټاکنو په اړه کوم څرګنده انځور ونلري.
ولسمشر کرزي هم د ولسمشریز ټاکنو د وروستیو پایلو په ژر تر ژره اعلان ټینګار کوي. نوموړی وايي چې خلک په ډیر خوښۍ سره رایو ورکولو ته ورغلي او دا مهال سترګې په لار دي چې نوی ولسمشر ولري.
ښاغلي کرزي وویل، "په ملیونونو خلک ولاړل او رایې یې ورکړې، همدا خلک غواړي چې ژر تر ژره د ټاکنو پایلې مالومې شي، او یو نوی ولسمشر او نوی حکومت په خپل کار پیل وکړي، او هر څه ژر تر ژره په مخ لاړ شي."
ولسمشر وايي هغه ناامني چې له دوهم پړاو نه وروسته رامنځته شوې، په تیر ۱۴ کالو کې ساری نلري. نوموړی وايي چې د وروستیو بې امنیو تر شاه د بهرنیو ترهګرو لاس دی.
ولسمشر کرزي وویل، "د ټاکنو د تر سره کیدو وروسته په افغانستان بریدونه پیل شول. د تیرو دوو میاشتو ناامنۍ په تیرو ۱۴ کلونو کې ساری نه درلود. هره ورځ زمونږ امنیتي بنسټونه خبر راکوي چې یو لوی شمیر بهرنیان افغانستان ته راغلي او په افغانانو بریدونه کوي."
د کارپوهانو په باور د ټاکنو د دوهم پړاو اوږدیدل د ناامنیو، اقتصادي بې ثباتي، او ټولنیز بحران د زیاتیدو لامل شوی. د دوهم پړاو د ټاکنو د پایلو روښانه کیدل د افغانستان د ډیرو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د اوارۍ لاره ګڼل کیږي.