ولسي جرګې غړو د سې شنبې په ورځ وویل، چې د ټاکنو د امنیت په تړاو د امنیتي ادارو په رپوټ کې تر یوه بریده مبالغه شوې ده. د جوزجان، لوګر، فاریاب، نورستان او ننګرهار ولایتونو استازي وايي، چې د امنیتي ادارو په رپوټ کې راغلي د ټاکنو په ورځ به په دغو ولایتونو کې د رایې ورکونې ټول مرکزونه پرانیستي وي، خو ناامنیو ته پام سره ښايي دغه ادعاوې عملي نشي.
دوی که څه هم دغه رپوټ په هیواد کې د سراسري ټاکنو په لور ستر ګام بولي او زیاتوي چې د ټاکنو امنیت نیول یو ستونزمن کار دی له همدې کبله دې امنیتي ادارې په خپلو څرګندونو کې رښتینې ووسي.
د امنیت ټينګښت د ټاکنو د ترسره کولو لپاره يو مهم اصل بلل کيږي.
خو هغه څه چې د امنيتي ادارو په رپوټ کې راغلي، ظاهرا ناامني د ټاکنو په وړاندې لويه ننګونه بلل شوې ده. خو د ولسي جرګې يو شمير غړي دغه رپوټ د هيواد په يو شمير سيمو کې ناامنيو ته په پام سره دقيق نه ګڼي.
په ولسې جرګه کې د لوګر استازې، شکیبا هاشمي وویل: «موږ نشو کولی په څرخ، خوشي او خروار ولسوالیو کې د رایې ورکونې مرکزونه پرانیزو، د تیرو ټاکنو پر مهال هم هلته د رایې ورکونې کوم مرکز نه وو.»
د امنيتي ادارو د رپوټ له مخې په کندهار، لوگر ، وردګو، کندز، ننگرهاراو فاریاب ولايتونو کې به د رايو ټول مرکزونه پرانيستي وي. خو د ولسي جرګې يو شمير غړي وايي په اوسني وخت کې د يو شمير ولسواليو اداره د طالبانو په واک کې ده نو څرنګه ويل کيږي چې په دغو ولايتونو کې به د رايو ټول مرکزونه پرانيستي وي؟
د یادې جرګې بل غړي، بشیر احمد ته ینج وویل: «د فاریاب ولایت امنیتي حالت د کورنیو چارو وزارت له امنیتي رپوټ سره سمون نلري، ځکه ددغه ولایت په ځینو سیمو کې طالبان فزیکي شتون لري.»
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي، امیرخان یار وویل: «دمګړۍ د خوګیاڼو، شیرزاد او حصارک ولسوالۍ او د ننګرهار د یو شمیر نورو ولسوالیو مرکزونه د حکومت په ولکه کې دي، په دغو ولسوالیو کې د رایې ورکونې د مرکزونو پرانیستل شوني نه دي.»
د دغو استازو په باور که څه هم دغه رپوټ په افغانانو کې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره هيله مندي زياته کړې خو په دغه راز هيله منونکو خبرو سره له واقعيتونو سترګې نشي پټيداي. د امنيتي ادارو څيړنې د دې ښودنه کوي چې د ټاکنو په ورځ به د رايو ۹۴ سلنه مرکزونه پرانيستي وي خو دغه خبره به د انتخاباتو په ترسره کيدو سره ثابته شي.