د بلخ ولایت یو شمیر اوسیدونکي په دغه ولایت کې د نوم لیکنې مرکزونو له کموالي څخه اندیښنه څرګندوي. دوی وایي، چې په دغه ولایت کې د نوم لیکنې یواځې دوه مرکزونه شته چې بسنه نکوي. دوی له ټاکنو خپلواک کمیسون څخه غواړي چې په دغه ولایت کې د رایې ورکونې مرکزونو شمیر زیات کړي.
د دوی په وینا، درې ورځې پرله پسې دغه مرکز ته راځي خو د رایې ورکونې د کارت په اخیستو نه دی بریالی شوی.
ددغه ولایت یوه اوسیدونکي وویل: "زه له پنځو ورځو راهیسې د رایې ورکونې کارت د اخیستلو لپاره د نوم لیکنې مرکز ته راځم، خو د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله تراوسه د کارت په اخیستلو نه یم بریالی شوی."
د بلخ ولایت بل اوسیدونکی وايي: "زه له ټاکنو خپلواک کمیسون څخه غواړم چې په دغه ولایت کې د نوم لیکنې د مرکزونو شمیر زیات کړي."
په دې لړ کې داسې کس هم شته چې د مثانې ناروغي لري او په یوې ترافیکي پیښه کې پښې شلې شوي دي. دا کس چې پنځوس کلن دی وايي څو ورځې کیږي چې کابو یو کیلو متره واټن په پښو دغه مرکز ته راځي خو تر اوسه د رایې ورکونې د کارت پر اخیستو نه دی بریالی شوی.
په دغه ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سیمه ایز دفتر ریس، عزت الله آرمان دا ستونزه د رایو د کارتونو د ویش د مرکزونو د کموالي له امله بولي.
هغه وویل: "هو! دلته د نوم لیکنې مرکزونو شمیر لږ دی، خو د نوماندانو د ټاکنیزو مبارزو له پیل وروسته دلته د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوه، په راتلونکو څو ورځو کې به د ولایتي شوراګانو د نوماندانو سیالۍ هم پیل شي او نوماندان خلک د رایې ورکونې کارتونو اخیستلو ته هڅوي."
په همدې حال کې د بلخ ولایت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس د یوشمیر ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو د کاندیدانو د سرغړونو په اړه خبر ورکوي او وايي چې ډیر ژر به دا ټاکنیزې سرغړونې په رسمي توګه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته وسپارل شي.
د بلخ ولایت د هیواد یو له سترو ولایتونو څخه بلل کیږي چې پکې درې سوه او نولس د رایې ورکونې مرکزونه ټاکل شوې دي.