ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ د حشمت خلیل کرزي د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړو.
د ولسمشرۍ دې دواړو نوماندانو د حشمت خلیل کرزي وژنه د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه وبلله.
عبدالله عبدالله وویل، "زه نن د کرزي کورنۍ سره د غم شریکولو لپاره کندهار ته راغلی یم او مونږ شهید حشمت خلیل کرزي ته دعا کوو، او ستر څښتن نه د هغه کورنۍ غړو ته د زړه صبر غواړو."
اشرف غني احمدزي هم پدې اړه داسې وویل، "زه د حشمت خلیل کرزي مرګ ډیر غمګین کړی یم او دا د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه ده."
کابل ته د جان کیري له راتګ نه وروسته دا لومړی ځل دی چې د ولسمشرۍ دواړه نوماندان د کمرو په مخ کې یوځای څرګندیږي.
د حشمت خلیل کرزي په اړه د هغه ورور حکمت خلیل کرزي داسې وویل، "حشمت خليل كرزي به ماته تل ویل چې باید په افغانستان کې سوله راشي، زه او ته باید د دې سولې راوستو لپاره یوځای هڅه وکړو، زه د ولسمشرۍ له نوماندانو غواړم چې زما د ورور ارمان پوره کولو، چې د سولې راتګ وو، هڅه وکړي."
حشمت خلیل کرزی د ولسمشر د آکا ځوی، او د کندهار د ولایتي شورا مخور غړی وو، چې د اختر په دوهمه د کندهار د کرز په سیمه کې په خپل کور کې دننه د یو ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو.