طلوع نیوز د ټاکنو امنیتي رپوټ جزییات ترلاسه کړي دي. دغه رپوټ ښیي چې په سرپل، هلمند، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې به له دیرشو څخه تر اویا د رایې ورکونې مرکزونه تړلي پاتې وي.
له دې سره سر په ځینو نا امنو ولایتونو کې به د رایې ورکونې ټول مرکزونه پرانیستي وي. کندهار، لوګر، میدان وردګ، کندز، ننګرهار او فاریاب د هغو ولایتونه په کتار کې دي،چې ټول مرکزونه به په کې د رایې ورکونکو پر مخ خلاص وي.
هغه مالومات چې طلوع نيوز ترلاسه کړي د دې ښودنه کوي چې د رايو يو شمير مرکزونه به د ټاکنو په ورځ تړلي وي. هلنمد د رايو ۲۱۴ مرکزونه لري چې له دې جملې به د نوموړي ولايت په ځينو ولسواليو کې د ټاکنو په ورځ ۷۲ مرکزونه د دولت د مخالفينو د پراخ شتون له امله تړلي وي.
د فراه ولايت لپاره ۲۲۰ د رايو مرکزونه په پام کې نيول شوي او له دې جملې به ۵۳ مرکزونه تړلي وي. غور ۲۳۸ د رايو مرکزونه لري خو د نامسووله وسله والو او د دولت د مخالفو وسله والو فعاليتونه به د ۵۰ مرکزونو د پرانيستل کيدو مخه ونيسي.
بادغيس ولايت به له ګواښونو څخه خوندي نه وي، ځکه د رايو له ۱۶۲ مرکزونو څخه به ۴۵ مرکزونه د ټاکنو په ورځ تړلي وي. خو په يو شمير ولايتونو کې چې ناامنه بلل شوي د ټاکنو په ورځ به د رايو هيڅ يو مرکز پکې تړلی نه وي.
د دې رپوټ له مخې کندهار په ۲۴۴ مرکزونو سره، د وردګو ولايت په ۱۶۰ مرکزونو، لوګر په ۸۲ مرکزونو، کندز په ۲۱۷ مرکزونو، ننګرهار په ۴۸۴ مرکزونو او فارياب ولايت په ۲۳۱ مرکزونو سره چې ترډيره ناامنې سيمې بلل کيږي د ټاکنو په ورځ به د رايو هيڅ يو مرکز تړلی نه وي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي: «پوږ په غزني، لوګر، میدان وردګو او کندهار کې ډیرې پروګرامونه پلي کړل ترڅو ګواښونه لري شي او د ټاکنو مرکزونه فعال شي، موږ له سیاسي مشرانو غواړو چې په دې برخه کې خپل رول ادا کړي او ترڅنګ یې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.»
کابل ۵۱۸ مرکزونه، پنجشير ۹۶ مرکزونه، باميان ۱۶۶ مرکزونه، بلخ ۳۱۹ مرکزونه، جوزجان ۱۲۲ مرکزونه، تخار ۲۰۳ مرکزونه، نيمروز ۵۵ مرکزونه، دايکندي ۱۴۵ مرکزونه، پکتيا ۲۰۷ مرکزونه، پکتيکا ۲۶۶ مرکزونه، خوست ۱۷۵ مرکزونه، سمنګان ۹۶ مرکزونه او بغلان ۲۵۷ مرکزونه لري چې ټول دغه مرکزونه به د ټاکنو په ورځ پرانيستي وي ځکه په نوموړو ولايتونو کې امنيتي وضعيت نسبتا ښه بلل شوی دی.
خو ولسمشر کرزي په مشورتي لويه جرګه کې ان کابل ته په نږدې سيمو کې د ګواښونو د شتون خبره کړې وه، په داسې حال کې چې د يو شمير ولايتونو په ډيری برخو کې پوليس شتون نلري نو څرنګه ويل کيږي چې د رايو مرکزونه به پرانيستي وي؟
د هیواد ولسمشر، حامد کرزی وايي: «خویندو او وروڼو تاسو دا مهال نشی کولی د لوګر موسهي ولسوالۍ ته لاړ شی، د زابل څلورو ولسوالیو ته نشی تللی، تاسو ونشو کړای په نیمایي غزني کې ټاکنې ترسره کړی، د هلمند څلور تر پنځه ولسوالۍ ستاسو په لاس کې نه دي، د پکتیکا ځینې ولسوالۍ ستاسو په ولکه کې نه دي او په بدخشان کې مو هم جګړه درلوده.»
له بلې خوا يو شمير ولايتونه چې نسبتا امن بلل کيږي خو په نوموړو ولايتونو کې به يو شمير د رايو مرکزونه د ټاکنو په ورځ تړلي وي. پروان ۱۵۱ مرکزونه لري چې ۱۸ به يې تړلي وي، هرات ۴۶۷ مرکزونه لري چې له دې جملې به ۱۷ د رايو مرکزونه تړلي وي او سرپل ۱۳۶ مرکزونه لري چې ۳۲ به يې د دولت د مخالفو وسله والو د پراخو فعاليتونو له امله تړلي وي.
په ناامنو ولايتونو کې غزني ۳۹۴ د رايو مرکزونه لري چې لس به يې د ټاکنو په ورځ تړلي وي، په نورستان ولايت کې به له ۷۲ مرکزونو څخه ۲۰ تړلي وي، په لغمان ولايت کې به له ۱۲۸ مرکزونو څخه ۲۳ تړلي وي، په کنړ کې به هم له ۱۱۵ مرکزونو څخه ۲۳ تړلي وي، په کاپيسا کې به د رايو له ۱۰۷ مرکزونو څخه ۲۶ تړلي وي، ارزګان ۷۰ مرکزونه لري او يو د رايو مرکز به تړلی وي او بالاخره په بدخشان ولايت کې به له ۲۸۱ مرکزونو څخه ۲۲ د طالبانو د ګواښونو او د لارو د بنديدو له امله تړلي وي.
د ټاکنو د امنيت د څرنګوالي په اړه د امنيتي ادارو د رپوټ له مخې به په ټول کې د رايو له ۶۸۴۵ مرکزونو څخه ۴۱۴ مرکزونه په يو شمير ولايتونو کې د امنيتي ګواښونو او د سختو لارو له امله تړلي وي.