د رایو د څيړلو د تګلارې په اړه د دواړو نوماندانو د نظر اختلاف څارونکې ادارې انديښمنې کړې دي. د ټاکنو پر بهير څارونکې ادارې وايي ترهغه وخته چې دغه تګلاره تاييد او وروستۍ نشي هره شيبه ښايي چې د رايو د څيړلو بهير له ستونزو سره مخامخ شي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ مشر، نعیم ایوب زاده وايي، "که په دې اړه قانوني اډانه شتون ونلري، په ځانګړې توګه که د بیاڅیړنې په اړه تګلاره شتون ونلري، نو دا شونې ده چې هر مهال دا بهیر له ننګونو سره مخامخ شي."
د افغانستان د ټاکنو د څار د بنسټ مشر، جانداد سپین غر وايي، "دواړو خواوو په معیارونو هوکړه کړې او د دې معیارونو د پلي کولو لپاره لارې چارې شته دي، چې نړیولې لارې چارې دي، هیڅ یو نوماند نشي کولای له دې لارو چارو سر غړونه وکړي."
خو روښانه نه ده چې د دغې تګلارې تاييد د کومې ټاکنيزې ډلې له پوښتنې سره مخامخ شوي دي، د عبدالله عبدالله ټاکنيزه ډله وايي دوی خپل وړانديزونه د ملګروملتو سازمان ته سپارلي او اوس د اشرف غني احمدزي او د ملګروملتو سازمان ترمنځ خبرې روانې دي.
د عبدلله عبدلله د ټاکنیزې ډلې د فني برخې غړی، فضل احمدمعنوي وايي، "زمونږ غوښتنې له نړیوالو معیارونو نه بهر نه دي، فکر کوم چې زمونږ مقابلې ډلې تر دې دمه په دې اړه هوکړه نه ده کړې. د ا موضوع د اشرف غني احمدزي د ټآکنیزې ډلې او ملګرو ملتونو تر منځ ده، چې باید هر څه ژر تصویب شي."
خو د دغو څرګندونو په وړاندې، د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله وايي دغه خبرې نه يوازې د ملګروملتو له سازمان، بلکې په دې بهير کې له ټولو ښکيلو لوريو سره روانې دي او هڅه کيږي چې مناسبه لاره ورته پيدا شي.
د اشرف غني احمدزي د ډلې ویاند، طاهر زهیر وايي، "په دې بهیر کې یواځې دوه ټاکنیزې ډلې ګډې نه دي، بلکه د ملګرو ملتونو او داسې نور بنسټونو ګډ دي، هر هغه معیار چې د رایو د باطلیدو په اړه نیول کیږي باید د ټولو خواوو په خوښه وي."
له بلې خوا د ملګروملتو سازمان او د ټاکنو خپلواک کميسيون په دې اړه يوې موافقې ته هيله من دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر ویاند، نیلاب مبارز په دې اړه داسې وايي، "د نظر د توپیر ټکي دومره جدي ندي چې د هوکړې مخنیوی وکړي، او د خوښۍ ځای دا دې چې دواړه نوماندان په خپل منځ کې غوره هوکړه لري. له دواړو خواوو نه غواړو چې خپله روحیه همداسې وساتي، او ژر تر ژره په دې اړه هوکړې ته ورسیږي او د افغانستان د وګړو انتظار پای ته ورسوي."
د رايو په څيړلو کې د دغې تګلارې وروستي کيدل ډير حياتي بلل کيږي، د دواړو نوماندانو لخوا د دې تګلارې تاييد او د ټاکنو د خپلواک کميسيون له لوري د هغې تصويب د رايو د څيړلو د بهير د پايلو د څرنګوالي په اړه انديښنې ليرې کولاي شي.