مخکې له هغه چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د رایو د بیا څیړنې بهیر د اختر تر څلورمې ورځې وځنډول شي، د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د شنبې له غرمې مخکې دا بهیر د هغه څه له امله چې د ټاکنو د کمیسیون لخوا د څارونکو په غوره کولو کې ناغیړي او د بهرنیو څارونکو نشتوالی او د معیارونو د نوملړ د دولسمې او شپاړسمې مادې د وضاحت نشتوالي بلل کیږی وځنډوه.
خو په دغو دوه مادو کې د معیارونو نوملړ کومو مواردو ته اشاره کوي.
په دې اړه د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی، جنرال امان داسې وايي، "د دې لړلیک په دولسمه ماده کې معیاري نښو ته اشاره شوې. خو نه پوهیږو چې د رایو په یوه پنځوس پاڼیړه بسته کې څو سمې نښانې ومومو تر څو د رایو هغه بکسه تر پوښتنې لاندې راوستی شو. او په شپاړلسمه ماده کې راغلي چې په لومړي او دوهم پړاو کې دې د نوماندانو رایې پرتله شي، چې دا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چاره ده، تر څو د لومړي او د دوهم پړاو د رایو پایلې پاڼې د نوماندانو په واک کې ورکړي."
د رایو د بیا څیړنې په بهیر کې د بهرنیو څارونکو حضور جدي اړتیا بلل کیږي، خو د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وايي چې چمتو دي د بهرنیو څارونکو له حضور پرته هم دا چاره پر مخ یوسي.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې دلې د څارونکو چارواکی، سید سادات نادري وايي، "که نړیوال څارونکي وي او که نه وي مونږ غواړو چې دا بهیر دوام ومومي."
له هغه وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس په یوې خبري غونډه کې راڅرګند شو او د دواړو کاندیدانو ترمنځ د رایو د ابطال د تګلارې د نه وروستي کیدو له امله د دغه بهیر د ځنډیدو اعلان ېې وکړ.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر، احمدیوسف نورستاني په دې خبري غونډه کې وویل، "د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنرانو پریکړه کړې چې تر هغه دمه چې هغوی وروستۍ هوکړې ته ورسیږي، د رایو بیا څیړنه درول کیږي."
یوناما وايي چې دواړو کاندیدانو د دغه بنسټ د طرحې په اړه هوکړه کړې ده، خو ویل کیږي چې په دې اړه اندیښنې هم شته. له دې سره سره چمتو دي له همدغې وړاندیز سره په نړیوالو معیارونو برابره دا بهیر پر مخ یوسي. دا طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته استول شوې ده او له دغه بنسټه څخه غوښتل شوی چې هر څومره ژر چې کیږي دا تګلاره تصویب کړي.
خو ولې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا طرحه نده تصویب کړې.
ښاغلي نورستاني په دې اړه وویل، "دا طرحه زمونږ لپاره د منلو وړ ده، خو لومړی باید دواړه نوماندان دا طرحه ومني."
تر دې وړاندې هم د ټاکنو په بهیر کې د ستونزو له امله دا بهیر څو ځله ځنډیدلی وو خو اوس به ولیدل شي چې دا بندون څه وخت له منځه ځي.