د رایو د باطلیدو د سند هوکړه لیک به ژر په تيرو ورځو کې په دې ځاي کې سخت کار روان و خو تراوسه د دغو کارونو لپاره قانوني چوکاټ نه دی رامنځته شوی.
دواړه ټاکنيزې ډلې تراوسه هم د رايو د باطلولو لپاره موافقې ته نه دي رسيدلې، په دغه صورت کې ايا د رايو د څيړلو څو ورځنی کار بې پايلې و؟
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز دفتر ویاند، طاهر ظهیر وايي، "نه، د تیرو ورځو بیا څیړنې بې پایلې نه دي، کارونه په قانوني توګه په مخ تللي او باید ووایم چې نن (چهارشنبې) په ورځ به د دواړو ډلو تر منځ د رایو د باطلیدو په اړه هوکړه لیک هم وروستی شي."
دواړو ټاکنيزو ډلو د رايو د باطلولو د څرنګوالي په اړه پرلپسې ناستې لرلې دي، خو هغه مادې چې د دغه سند په اړه موافقې ته رسيدل يې ځنډولي دي يوازې دوې يا درې مادې دي.
د دغه سند ترټولو جنجالي مادې دا دي:
1- په هغه صورت کې چې د رايو ورکونکو نوملړ په صندوق کې د کارول شويو رايو له شمير سره سمون ونلري، رايې يې بايد باطلې شي.
په دوهمه جنجالي ماده کې داسې راغلي دي:
2- په هغه صورت کې چې د رايو ورکونکو په نوملړ کې ليکل شوې شميرې پرلپسې وي رايې يې بايد باطلې شي.
خو ظاهرا په وروستيو ورځو کې د ټاکنيزو ډلو ترمنځ د دغه سند د وروستي کيدو لپاره ښه روحيه رامنځته شوې ده.
د عبدلله عبدلله د ټاکنیز دفتر د فني برخې مسوول، فضل احمد معنوي وايي، "د دې سند د وروستي کیدو نه پرته بله لاره نشته، تر دې دمه هم په ځینو ټکو کې د نظر توپیر شتون لري، خو ډاډمن یم چې دا سند به وروستی شي او هوکړې ته به ورسیږو."
د رايو د څيړلو لپاره د دواړو ټاکنيزو ډلو موافقه د دواړو نوماندانو ترمنځ له موافقې څخه يوولس ورځې مخکې وشوه، که څه هم د رايو د څيړلو بهير په لږ ځنډ سره پيل شو، خو له هماغه پيل څخه د رايو د باطلولو څرنګوالی د دواړو لوريو په نه موافقې سره پرمخ بيول کيږي او د رايو د باطلولو د تګلارې په اړه د موافقې نشتوالی د رايو د څيړلو بهير بې مانا کوي.