د ټولو رایو بکسو ۶۰ سلنه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر ته رارسیدلې دي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وايي چې تر دې دمه د زیانمنو رایو بکسو په اړه هیڅ ډول شمیرې په لاس کې نشته.
ویل کیږي چې د رایو د بیاڅیړنې د نهو ورځو په تیریدو سره د رایو ۱۳۶۰ بکسې بیاڅیړل شوې دي.
د رایې ورکونې دغه صندوقونه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر کې په دریو محلونو کې څیړل کیږي آیسف ځواکونه توانیدلي چې شپیته سلنه د رایو صندوقونه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر ته ورسوي.
پوښتنه دا ده آیاد دغه صندوقونه په ښه ډول رسیدلي او کنه؟
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد نور وايي، "کوم رپوټ نه دی ثبت شوی چې بکسو ته دې کوم زیان رسیدلی وي، او ویلی شو چې دا مهال د رایو ۴۰ سلنه بکسې په ولایتونو کې دي، او یا هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر ته په لاره کې دي."
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وايی اوس مهال د څیړنې په دریو محلونو کې د څارونکو کابو اتیا ډلې کار کوي څو د څیړنې په برخه کې د خلکو اندیښنو ته ځواب ووايي.
ښاغلي نور محمد نور زیاته کړه، "تاسو پوهیږی چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د بیاڅیړنې په برخ کې له بیلا بیلو بنسټونو سره همکار دی. د دواړو ټاکنیزو ډلو د څارونکو شمیره ۹۲۷ ، ۵۵۲ نړیوال څارونکي، او ۳۳۱ کورني څارونکي د دې بهیر په څار کې ښکیل دي، چې ټول ټال ۱۸۱۰ څارونکي
کیږي."
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي تر راتلونکو ورځو پورې به د څارونکو ډلو شمیر نوي ډلو ته ورسیږي. دا ډلې به د اختر په لومړې او دویمه ورځ کار ونکړي خو د اختر په دریمه د څیړنې کار له سره پيلیږي.