د دوشنبې په ورځ د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د شیورولیټ موټرو د پلورلو دویمه نمایندګي پرانیستل شوه. دا صفر کیلومتر امریکايي شیورولیټ موټر له پرزو سره په مزارشریف کې د پيرودونکو لپاره وړاندې کېږي.
په افغانستان کې د ماډل او ډول له مخې د شیورولیټ موټر له پنځلس زرو ډالرو نیولې تر شپیتو زرو ډالرو پورې پلورل کېږي، خو په دې سربېره د شیورولیټ موټرو مسوولین هیله من دي چې د افغانستان په بازار کې ځانته ځای پیدا کړي. دا مهال د افغانستان بازار د ټویوټا موټرو په انحصار کې دی.
د شیورولیټ موټرو د پلور د برخې ریس، دیوید نیومن وايي: "موږ د دوو لاملونو په اساس په مزار شریف کې نمایندګي پرانیستله یو دا چې دې ښار کې امنیت ښه دی او له بلې خوا دلته دا موټر ښه بازار لري."
د یادونې ده، چې د شیورولیټ موټرو لومړنۍ نماینده ګي څلور میاشتې وړاندې په کابل کې پرانېستل شوې وه.