د ولسمشرۍ نوماند، عبدالله عبدالله دوهم مرستیال له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې ټینګار کوي چې تر هغه دمه چې زمونږ غوښتنې ونه منل شي، او پاکې او ناپاکې رایې سره بیلې نشي، دا پایلې به ونه مني.
محمد محقق زیاتوي چې هر کله چې هغوی پایلې ونه مني نو په ډیریو ولایتونو کې به خلک پایلې ونه مني، او له دې کبله د ناوړه پایلو مسوولیت به د حکومت او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په غاړه وي.
محمد محقق وايي، "مونږ به د افغانستان خلکو ته ووایو چې که چیرې زمونږ غوښتنې ونه منل شي، ټاکل شوي کمیسیونونه کومې پایلې ته ونه رسیږي، او پاکې او ناپاکې رایې سره بیلې نشي، نو مونږ به دا پایلې ونمنو، او د دې کار ناوړه پایلې به د حکومت، درغلۍ کوونکي کمیسیون، او درغلۍ کوونکي ډلې په غاړه وي."
لدی سره دعبدالله عبدالله دانتخاباتي ډلې دغه مهم غړی ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون د مشر په توګه دعبدالستار سعادت ګمارنه هم یوه ستره تیروتنه ګڼي.
د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال وايي، "د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د مشر په توګه د ستار سعادت ګمارنه یوه ستره تیروتنه ده. کرزی باید د دې کمیسیون په سر کې داسې کسان ونه ټاکي چې د ملي یووالي د زیانمنیدو لامل شي. مونږ په دې بنسټ کې د هغه له شتون سره مخالف یو."
له بلې خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي د ټاکنو پايلې بايد هغه وخت اعلان شي چې بهير عادي وضعيت ته وګرځي، د دغې ادارې په باور که د ټاکنو د پايلو اعلان جنجالي شي دا کار به ناوړه پايلې ولري.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ویاند، فهیم نعیمی وايي، "د ټاکنو له لومړنیو پایلو د اعلان نه مخکې باید دا بهیر عادي حالت ته راوګرځي. او دواړه کاندیدان دې بهیر کې ګډ واوسي. هڅه وشي چې پاکې رایې له ناپاکو نه بیلې شي. او د ټاکنو د لوړنیو پایلو اعلان د ستونزو لامل نشي."
داسې رپوټونه شته چې د عبدالها عبدالهل د ټاکنيزې ډلې لوړپوړو غړو ويلي ترهغه وخته چې پاکې رايې له ناپاکو بيلې نشي دوي به د ټاکنو پايلې ونه مني او د دغې ډلې يو شمير غړو په ټولنيزو پاڼو کې خپل پلويان د درغليو په وړاندې مدني او قانوني مبارزې ته وربللي دي.
له دې سره سره وبه ليدل شي چې د لومړنيو پايلو له اعلان وروسته به څه ډول غبرګونونه وشي