د یکشنبې په ورځ د قندهار د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د دفتر مشر، شمس الدین وفا وویل چې د دې ولایت د ۱۷ محلونو رایې یې قرنطین کړې.
هغه وايي، چې په دې ولایت کې ډیری شکایتونه د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې لخوا د کمیسیون د کارکوونکو او د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې پر وړاندې ثبت شوي دي.
په قندهار ولایت کې د یاد کمیسیون مشر زیاته کړې چې د قرنطین شویو رایو یو محل په قندهار ښار کې او پاتې نور نهو ولسوالیو پورې اړوند دي.
هغه وايي چې د یادو محلونو رایو برخلیک به له پلټونو وروسته څرګند شي.
دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ هم د هلمند د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وویل چې د دې ولایت څلورو ولسوالیو پورې اړوند د دیارلسو محلونو رایې قرنطین شوې دي.
د هلمند د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر وايي چې، یاد محلونه د هلمند ولایت د موسی کلا، ګرشک، نادعلي، او مارجې ولسوالیو پورې اړوند دي، او په اړه یې پلټنه پیل شوې ده.