ځايي چارواکي وايي، چې په ننګرهار کې د وسله والو مخالفینو یوه یولس کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یو ځای شوه. دوی وايي، دا کسان د سولې عالي شورا، قومي مشرانو او سیمه ایزو چارواکو د هڅو په پایله کې له دولت سره یو ځای شول.
دغو کسانو خپلې وسلې او مهمات هم سیمه ایزو چارواکو ته تسلیم کړل. د ننګرهار د سولې د عالي شورا ریس، ملک نذیر وايي، له دولت سره د دغو کسانو یو ځای کیدل به په دغه ولایت کې د سولې بهیر سره مرسته وکړي.
ملک نذیر وايي: «د وسله والو مخالفنیو یوه یولس کسیزه ډله د سولې بهیر سره یو ځای شوه، موږ له نورو مخالفینو هم غواړو چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي، د نورو افغانانو به شان عادي ژوند غوره کړي او د هیواد په بیارغونه کې برخه واخلي.»
د ننګرهار د سولې عالي شورا ریس د دولت له وسله والو مخالفنیو غواړي چې جګړه پریږدي او د هیواد په بیارغونه کې برخه واخلي.