د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په یوه څرګنده غونډه کې د مرکزي حوزې د ولایتونو اړونده شکایتونه وڅیړل.
د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د دوشنبې په ورځ په يوه علني غونډه کې د کابل، لوګر، وردګو، باميان، پنجشير، پروان، کاپيسا او دايکندي ولايتونو ټاکنيز شکايتونه وڅيړل.
دغه کميسيون وايي په نوموړو ولايتونو کې 944 شکايتونه ثبت شوي و چې ډيری دغه شکايتونه د کابل ولايت اړوند وو.
یاد کمیسیون وايي چې ټول مستند شوي شکایتونه به په کره توګه وڅیړل شي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مرستیاله، ریدا عظیمی وايي، "هره ډله یا وګړی چې ثابتوونکي اسناد ولري، او مخکې یې شکایت ثبت کړی وي، مونږ به یې په اړه پریکړه وکړو. مهمه دا ده چې دا ټول اسناد په کره توګه څیړل کیږي، او له هغه سره سم به مونږ خپلې پریکړې وکړو."
د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون ولايتي دفترونو تراوسه د نه اوريدونکي 803 شکايتونو، 606 استثنايي شکايتونو، 30 د رايو د بيا شميرلو شکايتونو، اته د نغدي جريمې شکايتونو، د ټاکنو د خپلواک کميسيون د کارکونکو د ګوښه کولو د شپږو شکايتونو، د رايو د باطلولو د دريو شکايتونو او د خبرداري د يوه شکايت په اړه پريکړې کړې دي.
د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وايي ټول شکايتونه به په علني توګه وڅيړل شي او هرڅوک چې د دغه کميسيون د تصميمونو په اړه رضايت ونلري استيناف غوښتنه کولاي شي.