د حکومت د اعمالو د څیړلو د کمیسون ريس د ملي جنبش ګوند د هیواد په شمال کې د ځمکو په غصب کولو تورن کړ. نوموړی زياتوي دمګړی د هیواد په شمال کې د دغه ګوند لخوا د ځمکو د غصب کولو لړۍ اوس هم دوام لري.
خو د ملي جنبش د ګوند وياند دا څرګندونې نه مني او وايي چې دغه ګوند د ځمکو په غصب کي لاس نلري. بلخوا د ولسي جرګې يو شمېر استازي يو ځل بيا د ځمکو د سترو غاصبينو د نومونو د افشا کيدو غوښتنه کوي.
د حکومت د اعمالو د څيړلو کميسيون دا ځل د ملي جنبش ګوند د ځمکو د غاصبينو په توګه يادوي او وايي نوموړي ګوند د هيواد په شمال کې ډيرې ځمکې غصب کړې دي.
د حکومت په کړنو د څارني د کمیسون ریس زلمی مجددی وایي:«د ځمکو د نیولو لړی د ملي جنبش ګوند لخوا پیل شوی ده، په شمالي ولایتونو کې لا هم دا لړۍ دوام لري او هیڅوګ له دې کار څخه سترګې نشي پټولی.»
خو د ملي جنبش ګوند وياند دغه څرګندونې د نوموړي ګوند په وړاندې يوه دسيسه ګڼي او هغه په کلکه ردوي. د ملي جنبش ګوند ویاند بشیراحمد ته ینج وایي:«یو شمیر کړیو د ملي جنبش د ګوند ته دسیسې جوړوي، دا کمیسون هم د یادو کړیو تر نفوذ لاندې دی او مونږ د ملي جنبش ګوند لخوا د حمکو د غصب کیدو ادعاوې په کلکه ردوو.»
له بلې خوا د ولسي جرګې يو شمير غړي په هيواد کې د ځمکو د لويو غاصبينو د نومونو په ډاګه کولو غوښتونکي دي.
د مشرانو جرګې غړی، قدرت الله ذکی وایي:«د هغو کسانو نومونه باید ولس ته په ډاګه شي چې په تخار، بدخشان، کابل او بلخ ځمکې غصب کړې دي، دا کار ولي نه تر سره کیږي، یواځي د هغو کسانو نومونه په ډاګه کیږي چې لږې ځمکې غصب کړې دي.»
ټاکل شوې ده ولسي جرګه د کرنې، ښار جوړولو او د ملي دفاع وزيران او کابل ښاروال په نږدې راتلونکي کې دې جرګې ته وروغواړي ترڅو د غصب شويو ځمکو او همداراز د سندونو او د هغو کسانو د نومونو د څيړلو لپاره چې د ځمکو په غصب تورن دي لازيات مالومات ورکړي.