ډاکټر رنګین دادفر سپنتا وايي چې ټاکنیز بنسټونه شل شوي دي، د دوی په کار تکیه کول او له راتلونکي حکومت نه د یوې ټاکنیزې ډلې ویستل به یو خطرناک سیاست وي.
دغه چارواکی وايي چې د دواړو نواندانو تر منځ شوې هوکړې د امریکا په سفارت کې شتون لري او دواړه نوماندان باید د ټاکنو د کمیسیون نه د هر ډول سند د تر لاسه کولو مخکې هوکړې ته ورسیږي.
د سه شنبې په ورځ د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز په مرسته د ملي یووالي د حکومت په اړه يوه غونډه جوړه شوې وه.
د ملي امنيت د شورا سلاکار چې د دې بحث اصلي وينا کونکی وو، د ملي یووالي حکومت رامنځته کيدل په هيواد کې د هرډول کړکيچ د مخنيوي لپاره يوازينۍ لار ګڼي.
ښاغلي رنگین دادفر سپنتا وویل، "د ملي یووالي حکومت ده ندی چې د بیلا بیلو بنسټونو له لورې وټاکل شي، او وروسته چې څه یې زړه وي هغه وکړي، بلکه په دې مانا ده چې نن که زمونږ خوښ وي او که نه وي، دوه ستر سیاسي ځواکونه راپاڅیدلي، دا دواړه خواوې باید له یو بل سره کښیني او د ملي یووالي حکومت رامنځته کړي، البته د سمون په راوستو سره."
ښاغلی سپنتا د ټاکنو د خپلواک کميسيون بې اعتباره کيدو ته اشاره کوي او وايي د دغې طرحې عملي کيدل د افغانستان لپاره يوه جدي اړتيا وه.
د ملي امنيت سلاکار وايي ددواړو نوماندانو هوکړه بايد زر وروستۍ شي.
نوموړی وايي، "د ګډون د زمینې د پراخوالي لپاره، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لورې د سند د ترلاسه کولو مخکې به غوره وي چې د دواړو نوماندانو تر منځ هوکړه وشي، د دې هوکړه لیک سند د امریکا په سفارت کې شتون لري."
دغه لوړپوړی حکومتي چارواکی خبرداری ورکوي د ملي وحدت حکومت له جوړښت څخه د يوې ټاکنيزې ډلې د ايستلو لپاره هرډول هڅې به خطرناکې پايلې ولري نوموړی وايي که څه هم اساسي قانون ته درناوی لري خو په اساسي قانون کې د اصلاحاتو غوښتنه هم کوي.
ډاکټر سپنتا وايي، "هر ډول نورو موضوعاتو ته لمن وهل، چې د دې قوم استازي باید زیات شي، یا دې د هغه قوم استازي باید زیات شي، دا د ملي یووالي حکومت د رامنځته کولو د هڅو لپاره خطرناکه کیدای شي."
په دغه بحث کې يو شمير حقوق پوهان له قانوني چوکاټ پرته سياسي حل لاره اغيزمنه نه بولي.
د بنسټیز قانون د پلي کولو د کمیسیون غړی، محمد امین احمدي وايي، "سیاسي خبرې اترې هغه وخت پایله درلودی شي چې قانوني بڼه ولري."
د ملي امنيت سلاکار وايي په راتلونکي حکومت کې به هم يا د سياسي مخالف او يا هم د حکومت د غړي په توګه دنده وکړي.
ښاغلي سپنتا وویل، "سیاسي طبقه باید په دې پوه شي چې مونږ د قدرت برخه یو، په راتلونکې کې به هم یا د سیاسي اپوزیسیون او یا هم د مشارکت په توګه شتون ولرو."
په ټول کې تر يوه بريده د ملي وحدت حکومت چوکاټ روښانه شوی، خو تراوسه د دغه حکومت د جزياتو او د ټاکنيزو ډلو د رول په اړه خلکو ته کره مالومات نه دي ورکړل شوي.
وبه ليدل شي چې دغه مالومات به څه وخت د خلکو په واک کې ورکړل شي.