د ملګروملتو سازمان د رايو د باطلولو له هغې تګلارې د دواړو ټاکنيزو ډلو د ملاتړ خبر ورکوي چې د ملګروملتو سازمان لخوا يې وړانديز شوی و او د ټاکنو له خپلواک کميسيون څخه غواړي زرترزره د دغې تګلارې له مخې د رايو د باطلولو کار پيل کړي.
د ملګرو ملتونو بنسټ وايي چې دې بنسټ تیره ورځ د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو د ډلو له خوا خبر تر لاسه کړ چې د همدې وړانیز شوې تګلارې په بنسټ دې د رایو د باطلیدو بهیر پیل شي.
ملګري ملتونه د ټاکنو له خپلواک کمیسیون نه غواړي چې ژر تر ژره لاس په کار شي.
په کابل کې د یوناما ویاند، نیلاب مبارز وايي، "ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله او ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي ملل متحد ته وویل چې د دې تګلارې له پلي کیدو نه ملاتړ کوي."
د عبدالهک عبدالهل ټاکنيزه ډله دغه تګلاره د ټاکنو د روڼتيا لپاره بشپړه نه ګڼي او د ملګروملتو سازمان ته د ځينو دغو وړانديزونو د ليږلو خبر ورکوي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی، فضل الرحمان اوریا په دې اړه داسې وویل، "دا تګلاره یوه هر اړخیزه تګلاره نه ده، مونږ په دې اړه وړاندیزونه لرو او ملګرو ملتونو ته به یې ولیږو."
په دې لړ کې د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله وايي که څه هم د دغې تګلارې په اړه د نوموړې ډلې لخوا ځينې ملاحظات شته خو بيا هم هغه مني ځکه له دې زيات د دې بهير اوږديدل د هيواد په ګټه نه دي.
د اشرف غنی احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړی، داوود سلطان زوی داسې وايي، "د بیلګې په توګه زمونږ یو وړاندیز دا دی چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوې وه چې یو شمیر سپین ږیري او یا نالوستي کسان چې نشي کولای د ټاکنو په ورځ خپل د خوښې نوماند ومومي، دا کارکوونکي باید د هغوی د خوښې نوماند په وړاندې د صحیح وکړي او یا نښه ولږوي، آيا د صحیح نښې یو شان نه وي؟"
د ملګروملتو سازمان په طرحه کې راغلي د رايو د باطلولو په اړه بايد د ټاکنو خپلواک کميسيون د ملګروملتو سازمان، د نوماندانو د استازو، نړيوالو او د رسنيو د څارونکو په ګډون علني ناستو کې پريکړې وکړي، وبه ليدل شي چې څه وخت به د رايو باطلول پيل شي او د رايو څيړل به مانا پيدا کړي.