د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاو د رایو ۱۰۰ سلنه بیاڅیړنې بهیر به سبا بیا پیل شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې دا ځل به د بیاڅیړنې بیره د تیر په پرتله چټک وي او همداراز دا بنسټ هڅه کوي چې ژر تر ژره ۱۰۰ سلنه رایې بیا وڅیړل شي، او دا بهیر پای ته ورسیږي.
دا بنسټ زیاتوي چې د رایو بیاڅیړنه او باطل کیدنه به د ملګرو ملتونو له تګلارې سره سم تر سره شي او دواړو نوماندانو دا تګلاره منلې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد نور وايي، "سبا د رایو بیاڅیړنې بیره په رسمي توګه بیا پیل شي. دا ځل به بیاڅیړنه هره ورځ په دوو نوبتونو کې تر سره کیږي، دسهار له ۷ نه تر ۱ بجې او د ماسپښین له ۲ نه تر ۸ بجو پورې. په هر نوبت کې به ۱۰۰ دری کسیزه ډلې شتون ولري. دا ځل به بیا څیړنه په غوره توګه او چټکه وي. ځکه چې هم د کمیسیون کارکوونکي روزل شوي، او هم څارونکو له دې بهیر سره ښه بلدتیا موملې. د رایو د باطلولو په اړه تګلاره مونږ ته د یوناما له لورې راکړل شوې او کمیسیون هم دا تګلاره منلې. یوناما مونږ ته ویلي چې دواړه نوماندان له دې تګلارې سره کومه ستونزه نلري."
د ۱۰۰ سلنه رایو بیاڅیړنې پایلې به څه وي، د سپینو او تورو رایو په مالومیدو سره به څومره رایې باطلې شي او آیا دا ځل به د بیاڅیړنې بهیر د کومې ستونزې پرته په مخ لاړشي؟
د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ مشر، محمد نعیم ایوب زاده وايي، "سبا چې د بیاڅیړنې بهیر پیل کیږي باید د نومادانو استازي او څارونکي شتون ولري. بهیر باید په رڼه توګه په مخ لاړ شي. کمیسیون باید غوره مدیریت وکړي، او د نوماندانو استازو ته په هغه څه کې د لاسوهنې پریښون ونکړي چې د هغوی اړوند نه دي."
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په وینا تر دې مهاله د رایو له ۲۲ زرو بکسو نه ۱۸۸۷۶ مرکزي دفتر ته لیږل شوي دي.
همداراز د یوناما هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له ۲۰۰ زرو ډیر نړیوال څارونکي به دا بهیر په دې ټوله موده کې د دې بهیر نه څارنه وکړي.
په خبرپانه کې زیات شوي چې یو لوړ پوړی څارونکی، جیف فیشر به هم، چې له دې مخکې یې له ملګرو ملتونو سره د ټاکنیزو ستونزو په اړه په ختیځ تیمور او کوسووو کې کارکړی، د دې بهیر په څار کې شتون ولري.