د افغانستان د ټاکنو د ځنډ له کبله راتلونکي ولسمشر ډیری فرصتونه له لاسه ورکړي. یو شمیر سیاسي کارپوهان وايي چې ټاکل شوې وه چې راتلونکی ولسمشر د ملګرو ملتونو د غونډې په ګډون په څو نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي، خو د ټاکنو د بهیر په غځیدو سره راتلونکې ولسمشر دا فرصت له لاسه ورکړی، او اوس به ولسمشر کرزی په دې غونډو کې شتون ومومي.
د دوی په باور د ټاکنو د پایلو د اعلان په ځنډ به د دې لامل شي چې راتلونکی ولسمشر ټول فرصتونه له لاسه ورکړي او په ملي او نړیواله کچه یو کمزوری حکومت رامنځته شي.
د ولسي جرګې غړې، ناهید فرید وايي، "د ټاکنو د بهیر غځیدل له رتلونکي ولسمشر نه ډیر فرصتونه اخیستي دي. د ملګرو ملتونو غونډه، د ټوکیو د غونډې تعقیبي غونډه د استانبول بهیر، د لندن غونډه او ډیرې نورې غونډې چې راتلونکي ولسمشر باید پکې ګډون کړی وی او هغه ژمنې چې له خلکو سره یې کړې دي، د هغو د عملي کولو په برخه کې یې باید کار کړی وی، له لاسه ورکړې، او د ولسمشر کرزي په لاس کې دي."
دغه سياسي کارپوهان د ټإکنيز بهير د اوږديدو او د انتخاباتو د بندون له امله سربيره پر دې چې راتلونکي ولسمشر خپل نړيوال فرصتونه له لاسه ورکړي بلکې دا کار د دې لامل شوی چې ټولې دولتې ادارې خپل فعاليتونه ودروي.
د پوهنتون ښوونکی، سیف الیدن سیحون طلوع نیوز ته په دې اړه وویل، "کله چې یو بهیر یو کال غځیږي نو پرې د خلکو باور زیان مومي."
د سياسي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي که ټاکنيز جنجالونه دوام وکړي او د ټاکنيز بهير له دې زيات اوږد شي افغانستان به ډير فرصتونه له لاسه ورکړي.
سناتور داوود اساس د ټاکنو د بهیر د غځیدو په اړه وايي، "د ټاکنو د بهیر غځیدل به افغانستان لپاره ناوړې پایلې ولري، تر دې دمه هم مالومه نه ده چې دا ستونزې به یو که دوه کاله دوام ومومي، ناامنۍ وروستي حد ته رسیدلي، چور او چپاول پیل شوی، هغه هیوادونه چې د افغانستان مرستې ته راغلي هغوی به ناهیلي شي او د دې ویره شته چې افغانستان د ۱۳ کاله مخکیني حالت ته ولاړ شي."
د ولسمشرۍ ټاکنو بهير دتير کال په وږي مياشت کې د ولسمشرۍ د نوماندانو د نومونو په ليکلو سره په رسمي توګه پيل شو او تراوسه ددغو ټاکنو برخيلک نه دی روښانه شوی، دافغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې ښايي چې د نړۍ ترټولو جنجالي ټاکنې وي او د کابو يوه کال په تيريدو سره تراوسه روښانه نه ده چې د دغو انتخاباتو پايلې به څه وخت جوتې شي.