د ولایتي شوراګانو د خپلواکو نوماندانو د همکارۍ شورا د رڼو او آزادو ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار وکړ.
ددغې شورا غړو په ټاکنو کې د دولتي چارواکو له لاسوهنې اندیښنه لري او غواړي په دغه بهیر کې د هر ډول لاسوهنه ونیول شي.
د ولایتي شوراګانو د خپلواکو نوماندانو د همکارۍ شورا له مشرانو جرګې غواړي د ولایتي شوراګانو قانون کې د حکومت پر کړنو د څارنې طرحه بیا ځای پر ځای کړي.
دغې شورا په رسمي توګه د پنجشنبې په ورځ په کار پيل وکړ، چې د ۳۴ ولایتونو خپلواکو نوماندانو په کې ګډون کړی وو. د یادې شورا غړو په خپله لومړۍ ناسته کې په انتخاباتو کې د ځینو کړیو د لاسوهنې پر احتمال اندیښنه وښوده.
په کابل کې د ولایتي شورا یو نوماند، سیلاب وزیري وايي: «موږ په ټاکنو کې د ځینو کسانو له لاسوهنې اندیښمن یو، له اړوند ادارو غواړو ترڅو په دې بهیر کې د زورواکو د لاسوهنې مخنیوی وکړي.»
د غزني ولایتي شورا ته نوماند، محمد فرزان وویل: «موږ رڼې ټاکنو غواړو، داسې ټاکنو غواړو له درغلیو پاکې وي.»
په همدې حال کې دغه شورا د ولسي جرګې لخوا د ولایتي شوراګانو په قانون کې د حکومت پر کړنو د څارنې مادې له لرې کیدو هم اندیښنه څرګندوي.
د بامیانو د ولایتي شورا ته یوه کاندید وویل: «هیله من یو ولسي جرګه د حکومت پر کړنو د څارنې ماده بیرته د ولایتي شوراګانو قانون کې بیرته ځای پر ځای کړو.»