د دوشنبې په ماښام د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، په کومو کې چې ښاغلی اشرف غني احمدزي د ۵۶.۴۴ سلنه رایو لاسته راوړلو سره له خپل سیال عبدالله عبدالله نه مخکې دی.
ښاغلي عبدالله ۴۳.۵۶ سلنه رایې خپلې کړې.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر، احمد یوسف نورستاني وويل، چې په ټاکنو کې ۸۱۰۹۴۰۳ رایې اچول شوې دي.
له دې اتو ملیونو زیاتو رایو ورکوونکو نه ۶۲.۳۷ سلنه یې نارینه او ۳۷.۶۳ سلنه یې ښځینه وې.
په دې ټاکنو کې اشرف غني احمدزي، ۴۴۸۵۸۸۸ رایې، او عبدالله عبدالله ۳۴۶۱۶۳۹ رایې تر لاسه کړې، یانې اشرف غني احمدزي له خپل سیال عبدالله عبدالله نه د ۱۰۲۴۲۴۹ رایو سره مخکې دی.
د پایلو د اعلان پر مهال، د کمیسیون مشر، نورستاني وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا مني چې د ټاکنو په بهیر کې یو لړ تخنیکي ستونزو شتون درلود او درغلۍ تر سره شوې.
د پایلو له اعلان نه وروسته هغه ټینګار وکړ چې دا وروستۍ پایلې نه دي.
نوموړي وویل، "د لومړنیو پایلو اعلان د ټاکنو د ګټونکي نوماند د اعلان په مانا نه ده. د رایو څیړنه کولای شي د ټاکنو په وروستیو پایلو اغیزه ولري، نو ځکه د دواړو نوماندانو له پلویانو غواړو چې ارامه اوسي."
هغه زیاته کړه چې د ټاکنو په ورځ ټول ټال ۹۲۸ محلونه تړل شوي وو، د کوم له ډلې چې ۵۷۹ محلونه د ټاکنو د ورځې نه مخکې تړل شوي وو، او په ۲۹۹ محلونه کې هیڅ رایه نه وه ورکړل شوې، او همداراز ۵۰ نور محلونو د امنیت د نشتون له کبله تړل شوي پاتې شول.
د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په انګیرنه کې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند، مجیب الرحمن رحیمي وویل، چې هغوی د درغلیزه رایو په ګډون د ۷ ملیونه اچول شویو رایو په تمه وو، خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشر لخوا د ۸ ملیونو اچول شویو رایو اعلان دوی ته تصور وړ نه وه.
نوموړي وویل، "مونږ ته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا نن ماښام اعلان شوې پایلې د منلو وړ نه دي."
د یادونې وړ ده چې د ټاکنیز بهیر له مهال ویش سره سم د ټاکنو وروستۍ پایلې به د چنګاښ په ۳۱ نیټه اعلان شي.