د یو سیاسي بحران نه د مخنیوي لپاره، د دوو ټاکنیز ډلو تر منځ د پردې تر شا خبرې اترې هیله مندوونکې بریښي.
وروسته له هغه چې د یو ټاکنیز بحران په اړه ګونګوسې راپورته شوې، ویل کیږي چې د ولسمشر د مرستیالانو په منځګړیتوب د دواړه نوماندانو استازو له یو بل سره کتنې تر سره کړې، د دې کتنو پایله د دوو ډلو لخوا د ټاکنیزو درغلیو ته د رسیدو لپاره د تخنیکي ډلو رامنځته کیدل وو. د دواړو اړخونو تخنیکي ډلو له یو بل سره خبرې وکړې، او له دې خبرو اترو نه خوښ دي.
د دواړو ټاکنیز مرکزونو غړي وایي چې په تیرو دریو غونډو کی ځینو هوکړو ته رسیدلي دي او دستونزو د اواري د موندلو لپاره غونډې دوام لري. انتخاباتي درغلیو ته رسیدنه او له تورو رایو څخه د پاکو رایو بیلول له هغو موضوع ګانو څخه دي چې دواړه ډلې پرې هوکړه لري. اخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون وایي چې د ټاکنیزو ستونزو د اواري لپاره یواځینۍ قانوني مراجع ټاکنیز کمیسیونونه دي.
په تيرو ورځو کې د دواړو ټاکنيزو ډلو ترمنځ ډيرې خبرې شوې.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د سیاسي برخې په اړه د خبرو اترو چارواکی، عالمی بلخي وايي، "د څو موضوع په اړه مونږ هوکړې ته ورسیدو، درغلۍ په پراخه توګه تر سره شوې، او باید دې درغلیو ته رسیدنه وشي، کمیسیونونه ستونزې لري او نشي کولای په یواځې توګه دا بهیر پر مخ بوځي، او درغلۍ کوونکي باید عدلي او قضایي بنسټونو ته ور وسپارل شي."
دغه خبرې شپه او ورځ روانې دي ظاهرا دواړه ټاکنيزې ډلې هڅه کوي يو شمير حل لارې وړاندې کړي، خو مثبتو پايلو ته ددغو ناستو د رسيدو لپاره هيله مندي شته؟
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړې، آزیتا رفعت وايي، "ناستې د شپې او ورځې دوام لري تر څو شته کړکیچ له منځه یوسي، مونږ له خپله اړخه په ټینګه توګه ویلی شو چې هیلې شته."
د ټاکنيز بندون له پيل راهيسې په بيلابيلو کچو چنې وهل دوام لري، خو هغه څه چې روښانه دي دا دي چې دغه هڅې په ټاکنو کې د بندون د پاي ته رسولو لامل نه دي شوې، خلک وايي له دغه وضعيت څخه ستومانه شوي او دغو ستونزو ته بايد زرترزره د پاي ټکی کيښودل شي.