د ټاکنو ترسراوي ته یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې د ټاکنو د مرکزونو امنیت به یې خوندي وساتي.
ټاکل شوې ده چې د هېواد ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته یوازې اوه ورځې پاتې دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د ناټو ځواکونو قومندان کندوز ته د خپل سفر په ترڅ کې زیاته کړې، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د ټاکنیزو مرکزونو امنیت لا زیات ټینګ کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت ټینګښت، د هغو سیمو بېرته نیول چې تر امنیتي ګواښونو لاندې دي او په بغلان ولایت کې د طالبانو له لوري د برېښنا د پرې شویو مزو د بېرته تړل هغه څه دي چې له امله یې جګپوړو امنیتي چارواکو کندوز ته سفر کړی دی.
د ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا په دې اړه وايي:«موږ د ټاکنو، د انتخاباتو د امنیت ټیګښت، په شمال ختیځ کې د کمپاینونو د امنیت ټینګښت په اړه ښه غونډه لرله... تراوسه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش پر مطابق مسایل په ښه شان مخته ځي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې په هېواد کې به د رایې ورکولو ۴۳۱ مرکزونه د امنیتي ګواښونو په دلیل د ټاکنو په ورځ تړلي وي.
په بادغیس کې ۳۱مرکزونه، بدخشان کې ۲۹مرکزونه، بلخ ۸۹ کې مرکزونه، بغلان کې ۱۲مرکزونه، تخار کې ۱۴مرکزونه، جوزجان کې ۷ مرکزونه، سرپل کې ۱۱مرکزونه، سمنګانو کې ۲۰مرکزونه، غور کې ۶۶ مرکزونه، فاریاب کې ۴۶ مرکزونه، فراه کې ۱۱ مرکزونه، کاپیساکې ۳ مرکزونه، کندوز کې ۷ مرکزونه، کندهار کې ۵ مرکزونه، نورستان کې ۲۰مرکزونه، هرات کې ۲۹ مرکز او وردګو کې ۳۱ مرکزونه به تړلي وي.
د دغو شمېرو له مخې، لیدل کېږي چې ډېری دغه مرکزونه د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې به تړلي پاتې وي - هغه سیمې چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حضور شاهدې وې.
طالب ډلې، په یوې وروستۍ میاشت کې پر کندوز، بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو خپل بریدونه ترسره کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې امنیتي ځواکونه دمګړۍ د هېواد په شمال ختیځ کې امنیتي ځواکونو ډېری برخې بېرته له طالبانو ولکه کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي په دې اړه وویل:«کله چې په شمال ختیځ کې طالبانو ته درنده مرګ ژوبله واوښته او په بدخشان کې یې پراخې سیمې له لاسه ورکړې، نو بله چاره یې نهلرله له دې پرته چې پر عامالمنفعه تاسیساتو عملیات وکړي او خلکو ته زیان ورسوي.»
د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال د ټاکنیزو مرکزونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.
د ملي دفاع وزارت په داسې حال کې د طالبانو پر ډلې د پوځي فشارونو د دوام خبره کوي چې له څو ورځې راهیسې په بغلان کې د ازبیکستان او تاجیکستان د وارداتي برېښنا ستنې الوزل شوي دي او له څو ورځو وروسته اوس د دغو ستونو د رغولو کار پېل شوی دی.