زورواکي هڅه کوي په غور ولایت کې د خپل ځواک له لارې د ټاکنو له پایلو د ځان په ګټه کار واخلي. د ټاکنیز اتحاد ځینې غړي ددې مطلب په بیانولو سره وايي، سیمه ایزو زورواکو په غور کې ددغه ولایت د زرګونه اوسیدونکو د رایه ورکولو کارتونه راټول کړي ترڅو د ټاکنو په ورځ یې د یوه ځانګړي کاندید په ګټه وکاروي.
په یاد ولایت کې د ناقانونه سیمه ایزو حکومتونو د شتون په اړه هم اندیښنې څرګندیږي. په غور کې د بشري حقونو د کمیسون د سیمه ایز دفتر مسوول وايي، چې دولتي چارواکي په تېره بیا د ملي شورا غړي ددغو کسانو ملاتړ کوي.
د لویدیځې حوزې د ټاکنو د اتحاد یو غړی، حسن حکیمي وايي، چې ناقانونه وسله والو قومندانانو د غور اوسیدونکي برمته کړې او د سیمه ایزو حکومتونو په رامنځته کولو سره د خپلې خوښې وړ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو نوماندانو ته د رایو راټولولو هڅې کوي.
هغه وویل: «موږ په غور کې د سیمه ایز حکومت په وړاندې د لسګونه موازي حکومت له شتون اندیښمن یو، هغوی لسګونه زره وسله وال کسان لري او غواړي د خپل زور له لارې ټاکنې د ځان په ګټه وکاروي.»
د مدني ټولنې یو فعال، ګل پیدا منش وايي: «وسله وال قومندانان د ښځو ډیری کارتونه راټولوي او د ټاکنو پر مهال یې د یوه ځانګړي کاندید په ګټه کاروي.»
له بلې خوا په غور کې د بشري حقونو د کمیسون د سیمه ایز دفتر ریس، جواد رضايي وايي د نامسووله وسله والو شمير څه د پاسه لسو زرو ته رسيږي او له دغو کسانو څخه په حکومت او ملي شورا کې د يو شمير چارواکو لخوا ملاتړ کيږي.