د ملي وحدت حکومت، په دې ورځو کې ډيره د بحث وړ مقوله ده، خو اوس د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګروملتو ځانګړی استازی د ملي وحدت د حکومت مفهوم ته په اشارې سره ټينګار کوي چې دواړه نوماندان د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په اړه هيڅ ناخوښي نلري.
په دې اړه د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، جیمز دابنز داسې وايي، "زه فکر کوم چې دواړه نوماندان بايد دا مقوله تعريف کړي، خو طرحه دا ده چې په دغه راز حکومت کې به يو ولسمشر وي او يو د اجرايه ريس چې د بايلونکي نوماند لخوا به معرفي شي او د دواړو لوريو په موافقه به په دغه دنده وګمارل شي، د دواړو نوماندانو ترمنځ به د مقرريو په اړه خبرې او موافقې شتون ولري او کسان به د دواړو نوماندانو له ټاکنيزو ډلو او همداراز وړ او تجربه لرونکو شخصيتونو څخه مقرر شي"
که څه هم ولسمشر کرزی د ټاکنيز بندون په ماتولو کې د امريکا له منځګړيتوب څخه ډير خوښ نه ښکاري خو دغه لوړپوړی امريکايي چارواکی وايي دغه منځګړيتوب د ولسمشر کرزي او د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو په غوښتنه شوی دی.
جیمز دابنز وايي، "زه فکر نه کوم هغه څه چې موږ يې اوس ترسره کوو لاسوهنه وي، بلکې موږ د دواړو نوماندانو او ستاسو د هيواد د ولسمشر په وړانديز دې ځاي ته راغلي يو او زه فکر کوم چې خلک د هغې موافقې په وړاندې چې تيره اونۍ د دواړو نوماندانو ترمنځ شوی خوښ دي او زه فکر کوم چې افغانان به د ټاکنو له رڼو پايلو هرکلی وکړي"
له بلې خوا د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو غواړي د انتخاباتو د وروستيو پايلو د منلو په اړه پر خپلو ژمنو ولاړ وي.
نوموړي وویل، "دواړو نوماندانو په روښانه توګه ويلي چې د څيړنو پايلې مني، دوي خپله دغه ژمنه ما ته تکرار کړه او همداراز جان کري ته يې ويلي و چې دوي به پايلې ومني او موږ له هغوي څخه دا تمه لرو"
که څه هم ښاغلی دابنز د رايو د څيړلو له بهير څخه خوښ دی خو نوموړی هيله من دی چې دغه بهير د ټاکل شوي مهال ويش له مخې پرمخ ولاړ شي ترڅو په افغانستان کې په ټاکلي وخت د سياسي واک ليږد ترسره شي.