د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر، ضیا الحق امرخیل د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې له خپلې دندې استعفا ورکړه.
ښاغلي امرخیل د خپلې استعفا لامل "د ملي ګټو ساتل او د ولسمشرۍ د ټاکنو د بهیر بریا" وګڼله او زیاته یې کړه چې هغه پخپله دا پریکړه وکړه او د دې کار تر شاه هیڅ ډول فشار موجود نه وو.
ښاغلی امرخیل هغه ثبت شوې ټیلیفوني خبرې چې ادعا کیږي د هغه دي، او په ټاکنو کې د لاسوهنې ښکارندويي کوي جعلي وبللې.
په همدې حال کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر، احمد یوسف نورستاني، امرخیل یو "هیوادپاله" او په کار میین کس وباله.
دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې یو لړ ثبت شوې ټیلیفوني خبرې، چې ادعا کیږي چې د امرخیل دي، خپرې کړې. په دې خبرو کې هغه غږ چې ادعا کیږي د ښاغلي امرخیل دی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له ولایتي چارواکو سره د خبرو په حال کې دی.
په دې لړ کې څلور ثبت شوې ټیلیفوني خبرې خپرې شوې.
دا سندونه د یکشنبې په ورځ په کابل کې د عبدالله عبدالله د ټاکنیز دفتر د مشر، نصر الله بریالي له خوا خپرې شوې. یاد دفتر وايي چې د دوی سره د ټاکنیزو درغلیو په اړه نور سندونه هم شته چې په راتلونکو څو ورځو کې به یې خپاره کړي.
ښاغلي امرخیل، یادې ټیلفوني په کلکه توګه وغندلې او هغه یې جعلي وبللې، او په دې اړه یې داسې وویل، "دا خبرې جعلي، مصنوعي او د خلکو د ذهنونو د مخشوش کولو لپاره جوړې شوې دي، زه دا رد کوم."
همداراز د ټاکنو دخپلواک کمیسیون مشر، احمد یوسف نورستاني، د ښاغلي امرخیل د استعفا په اړه داسې وویل، "زه ډیر خفه یم چې نن ښاغلی امرخیل، چې په کار یو میین، هیوادپاله او فعاله کس دی نن له خپلې دندې ځان څنګته کوي."
ښاغلي ضیا الحق امرخیل د هغه تور په اړه چې په هغه لګول شوی وايي، چې تاریخ به په دې اړه قضاوت وکړي.