د ټاکنو د دوهم پړاو د کمپاین په ترڅ کې عبدالله عبدالله د سه شنبې په ورځ غزني ته ورسید.
عبدالهو عبدالهد د خپلو پلويانو په ټول کې وويل په غزني ولايت کې د ځوانانو د زدکړې ستونزه، د وزګارۍ له منځه وړل او له بې وزلۍ سره مبارزه د نوموړي له کاري پروګرامونو څخه دي.
هغه د غزني له اوسیدونکو وغوښتل چې د غبرګولي په څلورویشتمه د رایې اچونې مرکزونو ته ورشي او د هغه ډلې ته رایه ورکړي.
هغه وویل، "د غزني د برحقه غوښتنو د یو مکتوب په ترڅ کې د استازو له خوا مونږ ته راکړل شو، انشاالله د دې غوښتنو د بشپړولو لپاره ستاسو په خدمت کې یو، که د امنیت، بریښنا بند، سړکونو او یا هم د امنیت د ټینګښت مسله وي."
ښاغلی عبدالهو د غزني ولايت خلکو ته په وينا کې وايي د دې ولايت اوسيدونکي پانګه او سرمايه لري او په لږ پاملرنې سره به د افغانستان له پرمختللو ولايتونو څخه شي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، "هغه پیاوړتیا چې د غزني په وګړو کې لیدل کیږي، هغه وړتیا او ظرفیت چې د دې ولایت په وګړو کې لیدل کیږي، انشاالله تاسو کولای شۍ دا ویرانه د اسلام په یو لوی کلتوري مرکز بدل کړۍ، تاسو په معنوي توګه شتمن یاست، او په لږ پام سره به تاسو د افغانستان د سر تاج شۍ."
ښاغلي عبداله له سپورتي لوبغاړو سره هم ژمنه وکړه چې په دغه ولايت کې به د سپورتي لوبغالي د جوړولو په برخه کې هڅې وکړي.