عبدالله عبدالله چې د سه شنبې په ورځ غور ولایت ته تللی وو، وایي، چې د بریا په صورت کې به د دې ولایت د وګړو د اقتصادي حالت په ښه کولو کې جدي هڅه وکړي.
له بله پلوه عبدالله عبدالله ټینګار کوي چې دی به د خلکو په باور کې خیانت ونکړي، او د یاد ولایت له خلکو یې وغوښتل چې په پراخه توګه په ټاکنو کې ګډون وکړي.
د ټاکنیز کمپاین پای ته ډیره لږه موده پاتې ده، او نوماندان یواځې کولای شي چې د چهارشنبې تر ورځې خپل ټاکنیز کمپاین ته دوام ورکړي. په دې لړ کې عبدالله عبدالله هم په غور ولایت کې د خپلو پلویانو په منځ کې راښکاره شو او خپلې کړنلارې یې هغوی ته څرګندې کړې
د بریښا بند جوړول، د ښوونکو ستونزې اوارول، سړکونه او روغتونونه جوړول، او د غور د خلکو اقتصادي وضعه ښه کول د عبدالله عبدالله له مهمو ژمنو څخه وې.
عبدالله عبدالله وویل، "مونږ د خلکو په باور کې خیانت نه کوو، او ژمنه کوو چې د ښوونکو ستونزې به اواره وو، او د بریښنا بندونه ستاسو له مشروع غوښتنو څخه ده."
وروسته بیا عبدالله عبدالله د یوې بلې غونډې لپاره د وردک ولایت بهسودو ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د بهسود د خلکو په منځ کې وینا کولو پر مهال هغه وویل، "ملي یووالی زمونږ شعار دی، مونږ د تبعیض خلاف یو، مونږ ځان د خلکو حاکم نه بلکه د خلکو خدمتګار بولو."
پدې سربیره یو شمیر میرمنو او د رفاح افغانستان ګوند هم له عبدالله عبدالله نه ملاتړ څرګند کړ.
د ټاکنو ورځې ته ګوتې شمیرل پیل شوي دي، او ټول خلک غواړي چې په خوندي چاپیریال کې خپله رایه ورکړي. افغان ځواکونه هم د تیارسي په حالت کې دي او د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په اړه ډاډ ورکوي.