یوناما د رایو د باطلیدو په اړه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته لیږلې. دا طرحه له هغه وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته لیږل شوې چې د دواړو ټاکنیزو ډلو استازي د رایو د باطلیدو د طرحې په سر هوکړې ته ونه رسیدل.
د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله له دې طرحې ستاینه کوي، خو وايي چې د ټاکنو په خپلواک کمیسیون باور نلري.
د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه هم وايي چې د د ملګرو ملتونو د وړاندې شوې طرحې په اړه باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون پریکړه وکړي.
د یوناما ویانده، نیلاب مبارز وايي، "مونږ په دې اړه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پریکړې ته سترګې په لاره یو، موده لږ ده او دواړه نوماندان په یو متن هوکړې ته نه دي رسیدلي."
د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وايي چې څه هم د دې طرحه ستاینه کوي خو یو شمیر وړاندیزونه لري چې باید پام ورته وشي.
دا ټاکنیزه ډله غواړي چې په دې بهیر کې اصلي نقش ملګري ملتونه ولري، ځکه چې د خپلواک کمیسیون په کمیشنرانو باور نلري.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند، سید فاضل آقا سانچارکي وايي، "له یوې اونۍ خبرو اترو تیره ورځ یاد طرحه د ملګرو ملتونو له لورې ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله ته ولیږل شوه، او ډاکټر صاحب خپل وړاندیزونه هغوی ته وړاندې کړل. مونږ له ملګرو ملتونو غواړو چې دا طرحه ژر تر ژره وروستۍ کړي."
د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وايي چې د دې تګلارې په اړه د نظر توپیرونه شتون لري، او دوی غواړي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له قانون سره سم چلند وکړي، او دوی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پریکړې ته درناوی کوي.
د اشرف غني احمدزي ټاکنیزې ډلې غړی، داود سلطان زوی په دې اړه داسې وویل، "د نظر توپیرونه شتون لري او دا توپیرونه دومره لویه ستونزه نه ده، یوناما خپله طرحه وړاندې کړې دا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کار دی چې له خپل قوانینو سره سم په دې اړه پریکړه وکړي او مونږ د هغوی کار ته درناوی لرو."
د ملګرو ملتونو له لورې د رایو د باطلیدو په اړه وړاندېز شوې تګلارې کې شاملې ځینې ټکي چې طلوع نیوز ته رسیدلي دي په لاندې ډول دي.
۱: که چیرې د رایو بکسې په هغه توګه نه وي لکه څرنګه چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې ویشل شوې وې.
۲: که چیرې د بکسو کې رایې شتون ونلري، یا هم رایې ټاپې ونلري، یا هم رایې پاڼې په معیاري توګه نه وي نښه شوې، او یا هم یو شان نښه شوې وي.
۳: د رایو مرکزونو کې د زرو نه د کار اخیستو په اړه رپوټونه شتون ولري، او یا هم ټاکنیز مواد ورک شوي وي.
۴: که چیرې د رایو ورکوونکو نوملړ ورک وي او یا هم سپین وي، او همداراز ۳۳ سلنه رایې پاڼې ټاپه ونلري او یا په معیاري توګه نه وي نښه شوې.
۵: که چیرې بکسې ماتې شوې وي او یا هم پکې رایې خرابې شوې وي.
۶: که چیرې د رایو بکسو دوه او یا هم زیات قفلونه مات شوي وي، او یا هم د لاسوهنې شونتیا ولري.
د یادونې وړ ده چې د جولای د میاشتې له ۱۷ نیټې راهیسې چې د بیا څیړنې بهیر پیل شوی، د رایو د باطلیدو په اړه هیڅ ډول پریکړه نه ده شوې.