د سه شنبې په ورځ د لویې جرګې په خیمه کې خپلو پلویانو ته د خبرو کولو پر مهال د ولسمشرۍ نوماند، عبدالله عبدالله له خپلو پلویانو نه وغوښتل چې د خپلې راتلونکې پریکړې کولو لپاره هغه ته څو ورځې موده ورکړي، ځکه چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ټاکنیز کړکیچ د له منځه وړلو لپاره د جمعې په ورځ کابل ته د خپل د بهرنیو چارو وزیر، جان کیري د لیږنې ژمنه کړې.
عبدالله عبدالله خپلو پلویانو ته وویل چې د پایلو د اعلان نه مخکې جان کیري په ټیلیفوني اړیکه کې هغه ته وویل، چې د هغه استازي به ټاکنیزې ستونزې ته یو قانوني حل لاری ومومي.
خو د جان کیری دواړه استازي، یانې په کبل کې د امریکا سفیر، جیمز کننګم، او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، جمیز ډابنز د دې ستونزي په اواري کې پاتې راغلل چې په ترڅ کې یې د دوشنبې په ماښام د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې.
نوموړي په دې اړه داسې وویل، "د اشرف غني احمدزي ډله، ټاکنیز کمیسیونونه او د کرزي یاد مثلث، پریکړه وکړه چې د دوشنبې په ورځ ټاکنې اعلان شي."
عبدالله عبدالله وویل، "مونږ دا نه منو، کرزی، د اشرف غني احمدزي ډله او ټاکنیز کمیسیونونه یوه ډله ده."
هغه زیاته کړه چې د لویې جرګې خیمې ته د راتګ پر مهال د امریکا ولسمشر هغه سره اړیکه ونیوله او د جمعې په ورځ یې کابل ته د جان کیري د راتګ پخلی ورکړ. هغه په خپلو پلویانو غږ وکړ چې هغه ته د خپلې راتلونکې پریکړې په اړه فکر کولو ته لږ موده ورکړي.
هغه وویل، "مونږ خپل ژوندون ملي یووالي ته ځانګړی کړ. مونږ په افغانستان کې د بحران غوښتونکي نه یو او دې هیواد نیکمرغي غواړو."
د عبدالله عبدالله پلویانو د پریکړې کولو لپاره د هغه د مودې غوښتنې ته څو څو ځلې په "نه" سره ځواب ورکړو، او له هغه نه د حکومت د اعلانولو غوښتونکي شول.
نوموړي وویل، "مونږ د افغانستان وګړو ته ډاډ ورکوو چې مونږ به د درغلیو پایلې ونه منو. نن مونږ اعلان کوو چې یواځې هغه حکومت به راځي، چې د پاکو رایو پر بنسټ رامنځته شوي وي."
د وینا پر مهال هغه وویل چې هغه او د هغه ډله د دوشنبې په ورځ د ټاکنو اعلان شوې پایلې نه مني ځکه چې په دې پایلو کې پاکې او ناپاکې رایې نه دي بیلې شوې. او زیاته یې کړه چې، "پرته له شکه مونږ د ټاکنو ګټونکي یو."
همداراز هغه وویل، چې چمتو دی چې د خپل ځان قرباني ورکړي خو په درغلیو جوړ شوی حکومت به ونه مني، او زیاته یې کړه چې په هیڅ یو شي سره به ستاسو یوه رایه هم بدله نه کړم.