د دوه زره و څوارلسم ميلادي کال په رارسيدو سره د ټاکنو خپلواک کميسيون ولايتونو ته د انتخاباتي موادو د ليږد لړۍ پيل کړېده. د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي په لومړي ګام کې به انتخاباتي مواد مرکزي او ختيځو لايتونو ته وليږدول شي.
بلخوا دا کميسيون زياتوي د ولسمشريزو ټاکنو ټولې پاڼې چاپ شوي او ډيری انتخاباتي مواد له بهر څخه هيواد ته راوړل شوي دي او ولايتونو ته د ليږد لپاره چمتو دي. د ټاکنو خپلواک کميسيون زياتوي د دوی کار له ټاکلي مهال ويش څخه يوه ورځ هم شاته ندی پاتې.
په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د افغانستان لپاره تاريخي ارزښت لري. دا لومړني انتخابات دي چې سياسي واک له يوه ټاکل شوي ولسمشر څخه بل ټاکل شوي ولسمشر ته ليږدول کيږي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون د دارلانشا ریس، ضیا الحق امرخیل وايي د انتخاباتو لپاره ټول تياري نيول شوي او له ټاکل شوي مهال ويش څخه يوه ورځ هم شاته نه دی پاتې. هغه وویل: «د ۲۰۱۳ کال د کمیسون لپاره یو مهم کال وو، دې کال کې موږ ډیرې لاسته راوړنې لرلې دي، په دې کال کې کمیسون خپلو کارکوونکو لپاره لسګونه ښوونیز پروګرامونه جوړ کړل او له بلې خوا هغه پروګرامونه چې ټاکل شوې وه د ۲۰۱۴ کال ټاکنو لپاره تیرتیب شوي وو، موږ وکولی شو هغه ټول پلي کړو.»
د رايې ورکونکو او کانديدانو د نومونو ليکل او د ولسمشرۍ انتخاباتو د رايو د پاڼو چاپول هغه کارونه دي چې په ۲۰۱۳ ميلادي کال کې بشپړ شوي دي په دغه کال کې کابو درې اعشاريه څلورميليونه تنو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نومونه ليکلي دي چې کابو ۳۵ سلنه يې ميرمنې دي په اوسني وخت کې د هيواد ولايتونو ته د ټاکنيزو توکو او د رايو د غرفو ليږدول پيل شوي دي.
دغه ټاکنيز توکي د هيواد مرکزي او ختيځو ولايتونو ته ليږدول کيږي او د دغو ولايتونو له مرکزونو څخه ولسواليو او ليرې پرتو کليو ته وړل کيږي. ښاغلي امرخیل وویل: «له نیکه مرغه د رایې ورکولو ټولې پاڼې چاپ شوې دي او د څوارلس میلیونه وګړو لپاره تدابېر نیول شوي، د ولایتي شوراګانو لپاره د رایې ورکولو پاڼې د چاپ په حال کې دي، خو کله چې دا رای پاڼې موږ ته راورسیدې نو کمیسون به یې د یوه منظم پلان په اساس ټولو ولایتونو ته واستوي.»
اوس څه د پاسه درې مياشتې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته پاتې دي، د سلواغې په ديارلسمه نيټه د کانديدانو د ټاکنيزې مبارزې پيليدل، په ټاکلي وخت د خلکو د پوهاوي د پراخ پروګرام پيلول، د دې لپاره د ۱۵۹۰ مبلغينو ګمارل او له هغې وروسته د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د پايلو اعلانول هغه کارونه دي چې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې به د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا ترسره شي.