د پروان ولایت
سیاسي
والی: عبدالبصیر سالنگي
د ولسمشرۍ نوماند: تراوسه پورې مالوم نه دی
د ولایتي شورا نوماند: تراوسه پورې مالوم نه دی
د رایه ورکونکو شمیر: تراوسه پورې مالوم نه دی
نور مالومات:
څلور خواوۍ:
موقعیت: دا ولایت د افغانستان په شمال کې پروت دی چې ۵٬۹۷۴ کیلومتر مربع مساحت لري او له بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، وردګو او بامیان ولایتونو سره ګډې پولې لري.
مرکز:
چاریکار
ولسوالۍ: بګرام، جبل سراج، چاریکار، سالَنګ، سرخِ پارسا، سید خلیل، شیخ علي، شینواری، غوربند، کوهِ صافی او سیاه ګرد د پروان یولس ولسوالۍ دي.
د پروان تصویر:
دا یو غرنۍ ولایت دی چې د هندوکش د غرونو په سلسله کې راځي. د سالنګ لویې لارې دا ولایت په دوو برخو ویشلی او له بغلان ولایت سره یې نښلولی دی. د سالنګ سیند د پروان له سویل څخه سرچینه اخلي.
نفوس:
۶۳۰٬۰۰۰ کسان
میشت قومونه:
تاجکان، پښتانه، ازبکان، قزلباش، کوچیان او هزاره ګان.