سیمه ایز چارواکي وايي، چې پرون ماښام په ارزګان کې په دوو بېلا بېلو پیښو کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوی وايي، چې لومړی چاودنه د ګندومک ولسوالۍ په دیزک سیمه کې هغه مهال وشوه، کله چې د ملکي وګړو موټر د سړک غاړې په یوه ماین ور برابر شو.
دوی زیاته کړه، چې په دغه پیښه کې دوه سړي ووژل شول او یوه ښځه ټپي ده. چارواکي وايي، چې د ارزګان په تګاب ولسوالۍ دوه ملکي وګړي هغه مهال ټپيان شول، چې یو موټر سایکل د سړک غاړې په یوه ماین ور برابر شوی.
ددوی په خبره، د دواړو پیښو قربانیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي. تراوسه کومې ډلې ددې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.