د بغلان سیمه ایز چارواکي وايي، چې د قومي مشرانو په مرسته پر سپکو ا درنو وسلو څوارلس وسلوال د پنجشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د سولې له بهیر سره یو ځای شول.
د بغلان والي، سلطان محمد عبادي وايي: «د سولې بهیر سره د دغو وسلوالو یو ځای کیدل یو ښه پیغام دی، دا لاسته راوړنه به د سولې پر پهیر مثبت اغیز وکړي.»
د بغلان امنیه قومندان، اسدالله شیرزاد وايي، دا کار به په بغلان کې د امنیت او د سولې بهیر سره مرسته وکړي. له بلې خوا د سولې بهیر سره یو ځای شویو کسانو له افغان چارواکو وغوښتل چې دوی ته کاري آسانتیاوې برابرې کړي.