د ټاکنو خپلواک کمیسون ریس، محمد یوسف نورستاني د راتلونکو ټاکنو پر مهال د سویلي حوزې په ځینو سیمو کې د مخالفو وسله والو د ګواښونو له امله اندیښنه څرګنده کړه.
نورستاني کندهار ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د راتلونکو ټاکنو پر مهال به د هلمند ځینې سیمې د وسله والو مخالفینو له ګواښونو سره مخ وي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو په موخه په ټاکنو کې برخه واخلي.
د هيواد په سويل کې د ټاکنو پرمهال د دولت د مخالفو وسله والو د ګواښونو په اړه انديښنې زياتې شوې دي. په کندهار ولايت کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون ريس وويل په يو شمير سويلي سيمو کې د رايې د مرکزونو د امنيت په اړه انديښنې موجودې وې خو اوس امنيتي ځواکونو ډاډ ورکړی چې د رڼو ټاکنو لپاره به زمینه برابره کړي.
نورستاني وویل: «موږ د هلمند په اړه اندیښمن یو خو د کندهار په اړه د پام وړ انديښنه نلرو، موږ ته امنیتي ادارو ډاډ راکړی د ټاکنو تر رارسیدو پورې به ټولې ستونزې اوارې کړي.»
له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال، محمد ایوب سالنګي چې په دغه غونډه کې يې ګډون کړی و وویل امنيتي ځواکونه به هيچا ته اجازه ورنکړي چې د رايو د مرکزونو امنيت ګډوډ کړي.
د کندهار د امنيې قوماندان وايي د سويلي حوزې په کچه د زابل په نوبهار او د کندهار په ميانشين ولسواليو کې يوازي څلور مرکزونه له ګواښ سره مخامخ دي او د نورو مرکزونو امنیت خوندي دی.