چارواكي وايي چې ياده شوې پيښه د سه شنبې په ورځ د لښكرگاه اړوند د بولان په سيمه كې رامنځ ته شوې چې په ترڅ كې يې يوځوان هلك اويوه ځوانه نجلۍ د نامعلوموكسانولخوا له خپل كورڅخه ايستل شوي اوبيا په يوه هديره كې ترې سرونه غوڅ كړى شوي دي.
په همدې حال كې په دې ولايت كې د بشري حقونود خپلواك كمسيون مسؤلين دغه وژنه غندي اووايي چې د تيروكلونوپه پرتله سږكال ددې ډول پيښوپه كچه كې زياتوالى راغلى دى.
د هلمند د والي وياند عمرځواك وايي چې ياد شوى ځوان د لښكرگاه اړوند د بولان د سيمې اوسيدونكى او وژل شوى نجلۍ د ناوې ولسوالى اوسيدونكې ده چې دوه ورځې وړاندې د ياد وژل شوي هلك سره له خپل كورڅخه تښتيدلې وه.
د نوموړي په وينا چې ياد شوي كسان د سه شنبې په ورځ په بولان سيمه كې د ځوان له كورڅخه ايستل شوي اوسيمې ته نږدې د بشران په هديره كې ترې سرونه غوڅ كړى شوي اوعاملين يې په تيښته بريالي شوي دي.
بل لورته ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتوآمراحمد فواد عسكري وايي چې هلك د بولان د سيمې اوسيدونكى اونجلۍ د فراه ولايت د بكوا د سيمې اوسيدونكې ده چې درى ورځې وړاندې له بكواڅخه لښكرگاه ته راتښتيدلي دي.
هغه وايي چې د سه شنبې په ورځ د نجلۍ د كورنۍ غړي ددې هلك كورته ورغلي اوويلي يې دي چې د هلك اونجلۍ نكاح سره تړي خود لارې په اوږدوكې يې هغوى وژلي اومړي يې په هديره كې غورځولي دي.
بل پلوپه هلمند كې د بشري حقونود خپلواك كمسيون ځايي مسؤل محمد بلال صديقي دغه وژنه غندي اووايي چې دوى ددې كال په اوږدوكې يوشميرقضيې ثبت كړې اوزياتوالي يې دوى انديښمن كړي دي.
نوموړى په دې ولايت كې ددې ډول پيښولامل بيسوادي،د ډاډمن امنيت نشتوالى اوسيمه ايزدودونه بولي اووايي چې بايد په دې برخه كې د عامه پوهاي پروگرامونوته پراختيا وركړل شي.