د کندز د ټکنیزو شکایتونو کمیسیون مشر وايي چې د مرکزي دفتر مداخله، او د کمیسیون د ځینو کارکوونکو لخوا د هغه د لارښوونو د نه منلو له کبله یې له خپلې دندې استعفا ورکړې. په همدې حال کې د کندز د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دفتر مشر وايي چې د خلکو لخوا د دې کمیسیون د کارکونکو د ګواښلو له کبله دا کمیسیون تړل شوی دی.
له طلوع نیوز سره د خبرو پر مهال د کندز د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دفتر مشر وویل، چې د دې لپاره چې وجدان یې هوسا وي، د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د مرکزي دفتر د یاد کمیسیون د کندز د دفتر په پریکړو کې د لاسوهنې، او د هغه د کارکوونکو لخوا د کندز د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دفتر ته د محرمو مالوماتو د لیږد له کبله یې له خپلې دندې استعفا ورکړې.
د کندز د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پخواني مشر، صبغت الله وفايي وايي، "د ټاکنیزو کمیسیونونو مرکزي دفتر لخوا د څرګنده او ناڅرګنده مرستو له امله د سازمان شویو درغلۍ کوونکو پر وړاندې زما نه اغیزمنتیا، او د کندز د ټاکنیزو شکایتونو د دارالنشا مشر به ټول محرم او نامحرم مالومات د کندز د ټاکنو خپلواک کمیسیون، او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مرکزي دفتر ته لیږل چې دا زما لپاره د منلو وړ نه وه."
له بله پلوه ویل کیږي چې د کندز یو شمیر اوسیدونکو د کندز د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دفتر پر وړاندې د اعتراض په توګه خیمې وهلې، د کندز د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر وايي، وروسته له دې چې د یاد کمیسیون کارکوونکي د اعتزاض کوونکو لخوا وګواښل شول، هغه اړ شو چې له خپلو همکارانو سره یو ځای د کمیسون دفتر نه ووځي.
د کندز د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر، امیر حمزه وايي، "ځینې خلک راغلل او زمونږ د دفتر په وړاندې یې خیمه ووهله، او زمونږ کارکوونکي به یې ګواښل. څنګه چې د ټاکنو کمیسیون مسلح کسان نلري، نو مونږ د کندز امنیې قومندانۍ ته مکتوب واستوو، خو له بده مرغه هغوی ونشو کړای زمونږ د دفتر امنیت ونیسي."
په همدې حال کې د کندز د امنیې قومندانۍ وايي، چې دوی په دې ولایت کې د ټاکنیزو کمیسیونونو د امنیت په اړه ډاډ ورکوي.
د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند، سید سرور حسیني وايي، "مونږ د ټاکنیزو کمیسیونونو د امنیت د ټینګښت په برخه کې ستونزه نلرو، او په دې اړه هیڅ اندیښنه نشته، ټاکنیزو کمیسیونونه کولای شي په عادي توګه خپلو کارونو ته دوام ورکړي."
د ټاکنیزو لانجو په دې لړ کې له دې مخکې، د تخار ولایت د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر، برنا صالحي هم، د هغه په خپله وینا، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د لاسوهنو له کبله استعفا ورکړه. خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یو خپلواک کمیسیون دی او هغوی د یاد کمیسیون په چارو کې لاسوهنه نشي کولای.