د پکتیکا سیمه ایز چارواکي وايي، چې ددوشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د ماین یوې چاودنې اوه ماشومان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د پکتیکا د والي ویاند، مخلص افغان وویل، دا پیښه په خیرکوټ ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه، چې یاد ماشومان پر لوبو بوخت و. ده زیاته کړه، چې چاودیدونکي توکي د دغو ماشومانو د لوبو ځای کې یوه دیوال ته نږدې خښ شوي و.
دده په وینا، ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي او یوه نږدې روغتون ته لیږدول شوي دي. دغه راز د ټپیانو روغتیايي حالت هم د ډاډ وړ دی. تراوسه پورې کومې ډلې ددغې پیښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.