داسې ښکاري چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دا ځل په جدي دریځ سره د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د ټاکنو د شکایتونو په اړه د استیناف غوښتنې پړاو پیل کړی. د دې بنسټ چارواکي وايي چې د دوی تازه دریځ به ټاکنیز بندون ته د پای ټکی کیږدي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون دغه کمیسون ته دعبدالله عبدالله نه راتلل د دعوا پریښودل ګڼی او د دغی ټاکنیزې ډلی د ناظرینو په نشتون کی خپل کار ته دوام ورکوی. د دغی اداری او د ټاکنو دخپلواک کمیسون مسولان دعبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله په قانون ماتونی تورنوی. دغه کمیسون نن شکایتونو ته په څرګنده توګه رسیدنه پداسی حال کی پیل کړه چی دوه غړو نن په غونډه کی ګډون نه درلود او په همدی ډول د یاد کمیسون نصاب بشپړ نه وه .اخوا د عبدالله عبدالله ټاکنيزه ډله وایي چې د دوی لپاره د ټاکنیزو کمیسونونو د کار پایلی دمنلو وړ ندي.
د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون مرستیاله، ویدا عظیمی وايي، "د ولسمشرۍ د یو نوماند لخوا دې قانوني بنسټ ته مراجعه نه کول دا بنسټ بې اعتباره کړی، او غواړي چې دا جوړښت په یو غیر ملي جوړښت بدل کړي، او زمونږ کار وځنډوي. د دې پر بنسټ له نن نه وروسته مونږ د یوه قضايي بنسټ ته ورته بنسټ په توګه، د نه مراجعه کولو هیڅ ډول مسوولیت او شکایت نه منو، او د هغوی نه مراجعه به د دعوا نه تیریدل وګڼل شي. او په دې اړه به قانوني پریکړې وشي."
د دغې ادارې مسوولين زياتوي له دغه بهير سره د اصلاحاتو او همپالنې نه همکاري د دې لامل شوې چې د ټاکنيزو کميسيونونو اعتبار ته زيان ورسيږي. د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وايي د بهرنيو ادارو مشورې به تر دې بريده ومني چې د افغانستان له قوانينو سره سمون ولري.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر، عبدالستار سعادت وايي، "ټول نړیوال بنسټونه باید د افغانستان له قوانینو سره سم د دې بهیر نه ملاتړ وکړي، او دا قضیه سیاسي نکړي. هرکله چې دا حقوقي مسله وننګول شي، هغه وخت به افغانستان له کړکیچ سره مخ کړي."
خو د دغه کميسيون يو غړی چې د يکشنبې غونډه يې تحريم کړې وايي د دې کميسيون د مشرتابه بڼه استبدادي ده.
که څه هم د عبدالهي عبدالهن ټاکنيزه ډله د ټاکنيزو کميسيونونو د کار پايلې د منلو وړ نه بولي، خو د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون له دغه دريځ څخه هرکلی کوي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی، فضل الرحمان اوریا وايي، "مونږ هیڅ ډول استیناف غوښتنه نه ده کړې، او د دې کمیسیونونو پایلې هم مونږ ته د منلو وړ نه دي."
د اشرف غني احمدزي ډلې غړی، نعمان شینواری په دې اړه داسې وايي، "مونږ د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د استیناف غوښتنې د پړاو د پیل د پریکړې هر کلی کوو، او له هغوی نه غواړو چې د باطلیدونکو رایو د باطل کیدو په اړه روښانه دلیل وړاندې کړي."
له بلې خوا د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون ريس د انتخاباتو له خپلواک کميسيون څخه غواړي خپل دفترونه د ولسمشر د مرستيالانو او بهرنيو ادارو له ميزونو ليرې کړي او د خپلو کاري صلاحيتونو له مخې پریکړه وکړي.
ښاغلی عبدالستار سعادت وايي، "د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید خپل کارونو د ولسمشر د مرستیالانو، د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو، او د ملګرو ملتونو د دفتر له میزونو نه راټول کړي، د هغوی کارونه د مشورو نه ورو ورو د مداخلې لورې ته روان دي. په قاطعه ډول باید ګامونه پورته کړي."
د ټاکنو د خپلواک کميسيون ريس د انتخاباتو د پايلو له مهال ويش څخه سرغړونه مني خو په دې اړه نور څه نه وايي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستانی وايي، "مونږ منو چې د ټاکنو له مهال ویش نه سرغړونه شوې ده."
د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون په خپله لومړنۍ علني ناسته کې د هيواد په پنځو شمال لويديځو ولايتونو کې ټاکنيز شکايتونه څيړلي دي چې دغه پنځه ولايتونه سمنګان، فارياب، سرپل او جوزجان ولايتونه دي. په ټول کې په دغو ولايتونو کې 299 شکايتونه شتون لري چې له دې جملې 279 د نه اوريدو، 2 د رايو د باطليدو، 3 د خبرداري، 7 د نغدي جريمې او 8 استثنايي موردونه بلل شوي دي.
خو ددغه کميسيون يو غړي وايي د يکشنبې ورځې ناسته د ناستې په نوم نه مني له دې امله چې د نوموړي کميسيون نصاب پوره نه وو.