د برتانیې د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ددغه هیواد یو سرتیری د افغانستان په سویل کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې وژل شوی دی.
د برتانیې ددفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پیښه د هلمند د لښکرګاه ښار په ختیځ کې هغه مهال وشوه، چې یو برید کوونکي د برتانوي سرتیرو د ګزمې موټر ته څیرمه خپل موټر ته چاودنه ورکړه. دا دوهم بهرنۍ سرتیری دی چې په روانه میلادي میاشت کې وژل کیږي.
د روان میلادي کال له پيل راهیسې تردې دمه ۱۳۶ بهرني سرتیري په بېلا بېلو پیښو کې په افغانستان کې وژل شوي دي. برتانیا په افغانستان کې نږدې اوه زره پوځیان لري چې ډیری یې په هلمند ولایت کې میشت دي. ټاکل شوې دغه ځواکونه د ۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه له افغانستان څخه ووځي.