د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو...
د ښځو چارو وزارت په ټاکنو کې د ښځو برخه اخیستل ډیر اړین بولي او له هغوی غواړي چې له خپلو رایو ګټه پورته کړي.
د مدني ټولنو یو شمیر فعالین چې له څوارلسو ولایتونو څخه پلازمینې ته راغلي دي، وايي حکومت له ټاکنو څخه د څارنې او په کې د زورواکو د لاسوهنې د مخنیوي لپاره کومه ځانګړې تګلاره نلري.
د ولسمشرۍ احتمالي نوماند، زلمی رسول وايي، که چیرې په ټاکنو کې بریالی شي، د حکومت په لومړیو سلو ورځو کې به په عدلي او قضايي ادارو کې د فساد په اړه پر ټولو دوسیو غور وکړي.
د غور ولایت ځایي چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسون د سیمه ایز دفتر شپږ کارکوونکي د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې ټپيان شول.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون ریس وايي، چې په علني توګه د شکایتونو څیړنه د ټاکنو پر روڼوالي ښه اثر لرلی شي.
د ولسمشرۍ احتمالي نوماند، عبدالرحیم وردګ وايي، چې په هيواد کې د فساد د مخنيوي لپاره بايد د دولت ټول اداري کارونه په نوې ټينګالوژۍ سمبال شي.
د هوا پیژندنې خپلواکې ادارې د شنبې په ورځ وویل، چې د کابل په هوايي ډګر کې د الوتکو د لارښونې دستګاه به د دریو اونیو په ترڅ کې بیرته فعاله کړل شي.
د نوي خط د سازمان غړو د هیواد له ټولو ځوانانو وغوښتل چې د رایه ورکونې کارتونه واخلي او په ټاکنو کې برخه واخلي. دغه سازمان وايي چې ځوانان باید خپل راتلونکی په خپله وټاکي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په اړه د ثبت شویو شکایتونو د څیړنې بهیر په علني ډول پیلوي.
امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ په یوه نښته کې پنځه ولسي وګړي او یو سیمه ایز پولیس وژل شوي دي.