د زیږېدو نېټه: ۱۳۴۲
ولایت: پنجشیر
قوم: تاجیک
ټاکنیزه ډله: تغییر
مسعود کابل کې نړۍ ته راغلی او د بریټانیا په وسټ منیسټر پوهنتون کې یې د ډپلوماټو څېړنو په برخه کې ماستري کړې. هغه د مسعود بنسټ او د وفاق ملي ګوند مشر دی.
هغه د احمدشاه مسعود په سپارښتنه له هېواده بهیر د مجاهدینو په ملاتړ سیاسي فعالیت پیل کړ او د برهان الدین رباني په مشري د حکومت په رامنځته کېدو سره کابل ته راغی او لږ وروسته په لندن کې د ډپلوماټ په توګه وګمارل شو.
احمد ولي مسعود په بریټاینا کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیره، فریده مهمند یې لومړۍ مرستیاله ده او دوهم مرستیال یې د پوهنتون استاد، عبداللطیف نظري دی.