Skip to main content
  • پشتو
  • فارسی
  • ENGLISH

Search form

  • اصلي پاڼه
  • خبرونه
  • نوماندان
  • مناظرې او ارزونې
  • ویدیوگانی
  • کلیدي مالومات
  • ژوندۍ ویې ګورئ
  • Home
  • امنیتي ځواکونو له څلورو کلونو وروسته د یمګان ولسوالۍ بېرته ولکه کړه
Print
Print

امنیتي ځواکونو له څلورو کلونو وروسته د یمګان ولسوالۍ بېرته ولکه کړه

دوشنبه ۱ تله ۱۳۹۸
لیکوالطلوع‌نیوز

ملي دفاع وزارت نن دوشنبې (د وږي په ۱۸مه) په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د بدخشان یمګان ولسوالۍ له څلورو کلونو وروسته بېرته د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغله.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې امنیتي ځواکونو دوه اوونۍ مخکې په دغې ولسوالۍ کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د هغه په پایله کې بهرنیو او کورنیو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې یو ډېر شمېر طالبانو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

په ورته‎مهال کې د بدخشان والي زکریا سودا طلوع نیوز ته وايي چې طالبانو خوستک ولسوالۍ او ځينو نورو ناامنه برخو ته تښتېدلي دي.

بلخوا طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې درې ورځې مخکې، د دغه ولایت ودروج ولسوالۍ هم امنیتي ځواکونو له پنځو کلونو وروسته ولکه کړه. 


اړوند خبرونه

  • امنیتي ځواکونو له څلورو کلونو وروسته د یمګان ولسوالۍ بېرته ولکه کړه
    لیندۍ 23, 2019
    نورهم ولی...
ډیر خبرونه

موږ سره اوسی

Tweets by @TOLOnews

رایه ورکړی

آیا په ټاکنو کې به رایه ورکړئ؟
  • رای های پیشین
  • پایلې
  • د طلوع ټلویزیون تاریخچه
  • خبرتیاوی
  • زمونږ سره اړيكې