تراوسه هم له ولايتونو څخه کابل ته د رايو د صندوقونو د ليږد بهير نه دی بشپړ شوی او ايساف د خپل ماموريت د ترسره کولو په حال کې دی.
د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي تراوسه د پنځلسو ولايتونو د رايو صندقونه د ايساف لخوا د ټاکنو د خپلواک کميسيون مرکزي دفتر ته رسيدلي او د څلورو نورو ولايتونو صندقونه د رسيدو په حال کې دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد نور وايي، "همدا مهال چې تاسو سره خبرې کوم، ۱۲۲۳۳ بکسې د ایساف له لورې مرکزي دفتر ته لیږدول شوې دي. البته دا بکسې د هیواد د ۱۵ ولایتونو اړوند دي او د ۴ نورو ولایتونو بکسې هم مرکزي دفتر ته د رسیدو په حال کې دي."
ايساف هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي تراوسه له څو ولايتونو څخه د رايو صندقونه د دغو ځواکونو د الوتکو له لارې کابل ته راوړل شوي دي او له نورو ولايتونو څخه هم د صندقونو ليږد دوام لري.
د ايساف د خبرپاڼې په يوه برخه کې راغلي د رايو صندقونه د ټاکنو د خپلواک کميسيون او د ټاکنيزو ډلو په کلکې څارنې سره کابل ته راوړل کيږي.
خبرپاڼه وايي، "د افغانستان له ولايتونو څخه د رايو د صندقونو د ليږد بهير روان دی او ترټولو مهمه موضوع دا ده چې ټاکنيز توکي د ټاکنو د خپلواک کميسيون او د ټاکنيزو ډلو د څارونکو په ګډون کلک امنيتي کمربند لاندې ليږدول کيږي."
ايساف دنده لري چې په راتلونکو ورځو کې د نورو ولايتونو د رايو صندقونه هم کابل ته راوړي.
په اصل کې دايساف ماموريت د کابل هوايي ډګر ته د صندقونو په ليږدولو سره پاي ته نه رسيږي، دغه ځواکونه د رايو د صندقونو د امنيت په ساتلو کې هم رول لري.