د بادغیس ولایت امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ وویل، چې په بادغیس کې د رایه ورکونې ۱۶۲ موجوده مرکزونو څخه ۴۶ مرکزونه له امنیتي ستونزو سره مخامخ دي.
د بادغیس د ولایتي شورا ځینې غړي دغه موضوع تاییدوي او وايي، چې د رایه ورکونې سیار ټیمونه تردې دمه نه دي توانیدلي چې دغو سیمو ته ولاړ شي.
د بادغیس د ولایتي شورا منشي، ضیا ګل احمدي وايي:«داسې ستونزې شتون لري چې موږ به د پخوا په څیر د امنیتي ستونزو له امله په ناامنو سیمو کې انتخاباتي کمپاین ونشو کولی، ځکه ولسوالۍ ناامنه دي، لارې ناامنه دي، زموږ څارونکي یادو سیمو ته تللی نه شي.»
د دې ولایت یو امنیتي چارواکي، محمد قیوم وايي:«موږ ژمنه کوو چې د ولسمشرۍ ټاکنو تر رارسیدو وړاندې به د ډیری ټاکنیزو مرکزونو امنیت ټینګ کړو او دا بهیر به په بریالیتوب سره په دغه ولایت کې ترسره شي.»
په همدې حال کې د بادغیس والي، احمد الله علیزی وايي، د بادغیس د نسبتا ناامنو ولسوالیو له قومي مشرانو سره د دوی خبرې روانې دي تر څو د ټاکنو کمیسون کارکوونکي وکولی شي په دغو سیمو کې په خلکو د رایه ورکونې کارتونه وویشي.
احمد الله علیزی وايي:«موږ په دې اړه غونډې جوړې کړې دي ترڅو ولس وهڅوو په دې اړه له موږ سره مرسته وکړي، موږ به هڅه وکړو چې دغه ستونزې د امکان تره حده پورې حل کړو او خلک په ټاکنو کې برخه واخلي.»
د ځینو شمیرو پر بنسټ، تردې دمه د پنځه زره ښځو پر ګډون دوه ویشت زره کسانو په بادغیس کې د رایه ورکونې کارتونه اخیستي دي. ویل کیږي چې دیرش نارینه او پنځه ښځو په دغه ولایت کې ولایتي شورا ته ځانونه کاندیدان کړې دي.