د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې ترهګر په دغه ولایت کې د مشورتي لویې جرګې د مراسمو د ننګولو هڅې کوي. د لوګر د امنیه قومندانۍ سرپرست وايي، بهرني ترهګر په پراخه ډول په دغه ولایت کې فعالیت لري.
دوی وايي، وسله وال مخالفین د جګړه ایز تکیتک په بدلولو او دغه راز د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره له ښځو او ماشومانو کار اخلي. د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ سرپرست، جنرال اسحاق زی وايي، د لوګر د پخواني والي د وژنې په تور یې یو شمیر ملکي او پوځي کسان نیولي دي.
نوموړی زیاتوي:«د لویې جرګې په رانیږدې کیدو سره دغه کسان خپلو ورانکارو فعالیتونو د زیاتولو هڅې کوي.»
هغه زیاتوي، د پاکستان، چیچین او خلیج د حوزې د هیوادونو یو شمیر جنګیالي هم د افغان طالبانو په منځ کې تر سترګو کیږي. دده په وینا، ډیری وختونه مخالفین د بریدونو ترسره کولو لپاره له ښځو او ماشومانو کار اخلي.
دی وايي:«ترهګر له ماشومانو، زده کوونکو او ښځو څخه د خپلو موخو لپاره کار اخلي.» د لوګر پولیسو دوې پاکستانۍ میرمنې نیولې دي. خو نیول شوې میرمنې وايي، چې هغوی قابلې دي او د سیاحت لپاره لوګر ته راغلې وې. پولیسو هم په دې اړه څیړنې پیل کړې دي.
لوګر د کابل په سویل کې پروت دی. دا ولایت د پاکستان له قبایلي سیمو سره ګډه پوله لري. سیمه ایز چارواکي وايي، طالبان هم د دغه ولایت په ځینو سیمو کې حضور او فعالیت لري.