په لوګر کې د لوی اختر د لومړی ورځې د پیښې په تړاو د لوګر امنیه قومندان او د ملي امنیت د ریاست ریس تر پلټنې لاندې دي. د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست نن د ځواب ویلو په موخه مشرانو جرګې ته ور غوښتل شوې و، ددې مطلب په بیانولو سره وویل، که چیرې دا ثابته شي چې دغو چارواکو د والي په وژنه کې لاس درلود، نو یاد چارواکي به عدلي او قضايي ادارو ته ور وپیژندل شي.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې یو شمیر غړي وايي، چې د لوګر د والي د وژل کیدو اصلي انګیزه دې روښانه شي. د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست په لوګر کې د اختر د لومړی ورځې د پیښې په تړاو د ځواب ویلو لپار مشرانو جرګې ور غوښتل شوې و.
د کورنیو چارو وزیر، محمد عمر داودزی وايي، چې د لوګر والي د ترور په اړه جدي څیړنې دوام لري او د دغه ولایت امنیه قومندان او د ملي امنیت د ریاست آمر په دندو کې د ناغیړی پخاطر ګوښه شوې او ورڅخه پلټنې روانې دي.
داودزي د لوګر امنیتي حالت هم د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل، چې په دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت د ډاډمنولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
محمد عمر داوود زی وايي:«هغه کسان چې د لوګر د والي په وژلو کې لاس لري باید د قانون منګولو ته وسپارل شي، موږ هڅه کوو چې د دغې پیښې اصلي عاملین پیدا کړو او یو پلاوی هم د پیښې ا پلټنې لپاره لوګر ته تللی دی تر څو پیښه په جدي ډول وڅیړي، خو له څیړنو وروسته به روښانه شي چې د لوګر امنیتي چارواکو د والي په وژنه کې لاس لاره او که نه.»
په همدې حال کې د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست، رحمت الله نبیل وايي، چې طالبانو هڅه کوله چې د اختر په ورځو کې امنیتي حالت کړکیچن کړي، خو له لوګر پرته د هیواد په نورو ولایتونو کې د ورته اعمالو په ترسره کولو ونه توانیدل.
دده په وینا، د لوګر د والي د وژل کیدو له امله د دې ولایت د ملي امنیت د ریس په ګډون له ۱۰ نورو امنیتي کارکوونکو هم پلټنې کیږي.
رحمت الله نبیل وايي:«دښمن هڅه کوله چې د اختر په ورځو کې امنیتي ننګونې ډیرې کړي چې دا کار د لوګر د والي د وژلو لامل شو او تر څیړنو وروسته جوته شوه چې چاودیدونکي توکي په قرانکریم کې ځای پر ځای شوی وه، خو لا ورښانه نه ده چې دا قرانکریم څنګه جومات ته دننه وړل شوی وه.»
د مشرانو جرګې ځینې غړي په هیواد کې د روانو نا امنیو په تیره بیا د لوګر د امنیتي حالت د خرابیدو په اړه سخت اندیښمن دي او پر امنیتي ادارو تور لګوي چې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.
د مشرانو جرګې یو غړی، ګل احمد اعظمي وايي:«هر ورځ بیګناه خلک وژل کیږي، باید روښانه شي چې ولې ددغو پیښو د مخنیوي لپاره اړینې تابیاوې نه نیول کیږي.»
د مشرانو جرګې بل غړی، عارف الله پشتون وايي:«د ارسلا جمال د وژلو او جومات ته د چاودیدونکو توکو د لیږد لپاره څه باندې دوه میلیونه افغانۍ ورکړی شوې وې، دا پیښه د امنیتي ادارو د ناغیړۍ او ناتوانۍ له امله رامنځته شوه.»
دوی وايي، که چیرې امنیتي چارواکي په هیواد کې امنیت ټینګ نه کړای شي، ناامنۍ او د ملکي وګړو مرګ ژوبله به ډیره شي چې له امله به یې پر امنیتي ځواکونو د خلکو اعتبار کم شي.