د هوا پیژندنې خپلواکې ادارې د شنبې په ورځ وویل، چې د کابل په هوايي ډګر کې د الوتکو د لارښونې دستګاه به د دریو اونیو په ترڅ کې بیرته فعاله کړل شي.
د هوا پیژندې د خپلواکې ادارې ریس، کپتان حامد ظاهر وايي، د دغې دستګاه د بیرته فعالولو لپاره یې له دریو بهرنیو شرکتونو سره خبرې کړي دي او دوی به دا دستګاه د دریو اونیو په ترڅ کې بیرته فعاله کړي.
دغه اداره وايي، چې د الوتکو د لارښوونې دستګاه د بیرته فعالولو لپاره شاوخوا نوي زره یورو ته اړتیا ده، چې د هوا پیژندې د نړیوالې ادارې لخوا به ورکړل شي. حامد ظاهر زیاتوي، چې د یادې دستګاه له کاره لویدو سره د هوايي ترانسپورت په برخه کې کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې او الوتکې له کومې ستونزې پرته خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.
د هوا پیژندې د ادارې مسوولین وايي، دوی په کال کې دوه یا درې ځلې له (آی، ال، اس) دستګاه څخه کار اخلي، خو د الوتکو د لارښوونې لپاره د لارښوونو له نورو وسایلو کار اخلي. د دوی په وینا، دغه دستګاه به د دریو اونیو په ترڅ کې په اساسي توګه د یوه الماني شرکت لخوا ورغول شي.