د بلخ ولایت د ګمرک ریس، انجینیر عبدالستار سرهال د دوشنبې په ورځ وویل، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ددغه ولایت د ګمرک په عوایدو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی.
نوموړی د وارداتو په تېره بیا نفتي توکو د وارداتو کمیدل د ګمرک د عوایدو د کمښت اصلي لاملونه بولي.
سرهال وویل، چې د تیر کال په لومړیو لسو میاشتو کې د حیرتان د ګمرک عواید څه باندې څلور میلیارده افغانۍ و. بلخوا د بلخ د ګمرک ریس په دغه اداره کې د اداري فساد شتون مني او زیاتوي چې په دغه ادارې کې د فساد کچه په بې مخینې توګه لږه شوې ده.
هغه زیاتوي: «زه د ناقانونه پیسو اخیستل نه رد کوم، خو د تېر کال په پرتله فساد ډیر لږ شوې دی، موږ هڅه کوو چې د ناقانونه پیسو د اخستلو دود لمنځه بوځو او په دې برخه کې د سوداګرو او خلکو د همکارۍ غوښتنه کوو.«
د بلخ ولایت د ګمرک ریس وایي، په دې وروستیو کې خام او نیمه خام نفتي توکي د ګمرکي تعرفو د ډیروالي له امله د حیرتان بندر له لارې نه ورادیږي. خو که چیرې ددغو توکو واردات بیا ځلې پیل شي، د ګمرک په عوایدو کې به ډیروالی راشي.